Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوم لیکنه؛ ۲۳ تنو مالوماتي بکسې اخستي

نن ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د نوم‎لیکنې لومړۍ ورځ وه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو پر بنسټ ۲۳ کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مالوماتي بکسې ترلاسه کړې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم‎لیکنې لپاره ۱۲ ورځې په پام کې نیول شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ولسمشر وړاندیز کړی ترڅو دا بهیر تمدید او یا هم وځنډول شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې لومړۍ ورځ خو په دې ورځ هېڅوک د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د نوم لیکنې لپاره نه دي ورغلي. له دې مخکې درویشتو کسانو اطلاعاتي بکسې ترلاسه کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي:«د ټاکنو کمېسیون ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی لري.»

په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې سرچینې وايي، ولسمشر غني د کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي څو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر دې وځنډوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار په دې اړه وویل:«دا د یوې مشورې په توګه ده او یو فرمان نه دی.»

هغه کسان چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تیاری لري کولای شي د روانې میاشتې تر دولسمې خپل نومونه ولیکي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال وايي، تر دې دمه له یو ټاکنیز ټېکټ سره د دې ګوند د یوځای کېدو په موخه چنې وهنې دوام لري خو د دې ګوند غوښتنه د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال څوکۍ ده.

د ملي جنبش مرستیال عبدالله قرلق:«نوماندان پر خبرو اترو بوخت دي، په دې بوخت دي چې څه ډول وکړای شي خپل انتخاباتي ټېکټ جوړ کړي. تر دې دمه چې زه خبر یم، د نوماندانو ټکټونه بشپړ شوي نه دي.»

د ټاکنو د مهالوېش پر بنسټ ټاکل شوې، د ولسمشري ټاکنې راتلونکي کال د وري په یو دېرشمه ترسره شي.

محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، حکمت خلیل کرزی ، احمد ولي مسعود، انوالحق احدي، شیدا محمد ابدالي، زلمي رسول، نورالحق علومي، لطیف پدرام و فرامرز تمنا په وروستیو څو ورځو کې له دې کمېسیون څخه اطلاعاتي بکسې ترلاسه کړي دي.

شریک یي کړئ