Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالوماتي بانک جعلي پېژندپاڼې نشي پېژندی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د رایو په شرایطو برابرو څه باندې نهه میلیونه کسانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو ورکونکو د نوملړ د برابرولو لپاره د ټولو رایو ورکونکو په اړه مالومات د دې کمیسیون په مالوماتي بانګ کې ثبتوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تخنیکي مالوماتو څانګې رئیس، ابراهیم سادات څرګندوي:«لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ پېژندپاڼې زموږ لخوا نه دي ویشل شوې دا چې موږ خلکو ته نه دي ورکړې نو مالومول یې هم د کمېسیون مسوؤلیت نه دی.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مالوماتي بانګ کې یوازې هغه تذکرې چې له یوه ځل زیاتې ثبت شوې وي او همداراز هغه کسان چې له اتلس کلنۍ ټیټ عمرونه لري په ګوته کیږي خو دا بنسټ تقلبي تذکرې نشي مالومولاي.

تراوسه د کابو درې میلیونه رایو ورکونکو مالومات د ټاکنو کمیسیون په مالوماتي بانګ کې ثبت شوي دي.

دا تذکرې په تصادفي توګه له بلخ، ننګرهار، کندهار او دایکندي ولایتونو انتخاب شوې دي.

د نفوسو د احوال د ثبت ادارې په مالوماتي بانګ کې د پنځه میلیونه ورقي تذکرو په اړه چې په دې وروستیو کې ورکړل شوې او همداراز د هیوادوالو پنځه سلنه مالومات نه دي ثبت شوي له دې سره سره د هغو څلورو تذکرو په اړه مالومات چې د ټآکنو له  کمیسیونه مو ترلاسه کړل په دې اداره کې پیدا نشول.

د نفوسو د ثبت احوالو ادارې د عامه پوهاوي څانګې رئیس، روح الله احمدزی وايي: «هغه جزیات چې تاسو راوړي وو، موږ یې سیستم کې چک کړ، هغه څه چې تاسو غوښتل ښکاره یې نه کړل.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د درغلیو د مخنیوي لپاره ټاکل شوې دوه نوي کمیسیونونه جوړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون، سید حفیظ ‎الله هاشمي وویل: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوالو ثبت اداره جوړه شوه چې تر څو دوی سره کېني او ډیټابیس وګوري چې څومره کره دي.»

د حکومت سیاسي مخالفین د خیالي رایو ورکونکو شمیر د انديښنې وړ بولي او ددغو نومونو په روښانه کولو ټینګار کوي.

د نجات ائتلاف غړی، امیرمحمد اخندزاده څزګندوي: «حکومت شپږ میلیونه جعل کړی دی ا و زه ډاډه یم چې آن یو نیم میلیون رڼې او سمې رایې نشته.»

سیاسي ګوندونو او بهیرونو د خیالي رایو ورکونکو د مخنیوي لپاره د رایو ورکونکو د بایومتریک د تثبیت وړاندیز کړی دی خو تراوسه دا غوښتنې نه دي منل شوې.

طلوع نیوز هغه تذکرې چې مالومات یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مالوماتي بانک کې ثبت شوي دي، څو را ایستلې، ځو مالومات یې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې کې نه شول پیدا

شریک یي کړئ