Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو کمېسیون:د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر د شنبې په ورځ پیلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ټاکل شوې ده چې د نوماندانو د نوم‎لیکنې بهیر د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۵ مه) پیل شي.

د دغه کمېسیون اداري مرستیال وایي، هغه کسانو چې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي، باید د زرو پلویانو اصلي پېژاند پاڼې د دغه کمېسیون دفترونو ته راوړي او نوم لیکنه وکړي.

ښاغلی معاذ الله زیاتوي چې دا بهیر به تر اتلسو ورځو روان وي او په دې موده کې به کمېسیون د نوماندانو سندونه وڅېړي.

ښاغلي دولتي همدارنګه وویل چې د نوماندانو د ملاتړو له سلو زرو تذکرو باید ۶۵۰ یې سمې وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي څرګنده کړه:«نوماندان د خپلو پلویانو نوم‎لړۍ فورم ته اچوي. په دغه فورمونو کې د ملاتړي کس نوم اسټېګر چې ثابت شوی او د تذکرې شمېره یې لیکل کېږي او په پای کې د کس د کوتې نښان باید وي او زر تذکرې باید له ځان سره راوړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماندانو د نښانونو د څېړلو په حال کې دی او د پسه، اوښ او بوټ په شان نښې یې له نوملړه ایستلي دي.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:«هغه نښې چې په پام کې نیول شوي، د پچې په توګه په هر ولایت کې د نوماندانو لپاره پچه اچول کېږي، او ورته نښان ټاکل کېږي. او وروسته بیا ګڼه پرې لګول کېږي چې پر هغه هم پچه اچول کېږي.»

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تراوسه څه باندې دوه مېلیونه او اته سوه زره تنو د ټاکنو لپاره نومونه لیکلي دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس وايي د هغو شمېرو له مخې چې نوموړي د هېواد له اوولسو ولایتونو راټول کړي تراوسه کابو ۳۵۰ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی وايي:«په ۱۷ ولایتونو کې له درې نیم لکو کسانو څخه کمو کسانو نوم‎لیکنه کړې ده، چې دا ډېر کم شمېر دی.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د نوماندانو لومړنی نوملړ د چنګاښ په اوومه نیټه اعلانوي او د دغو نوماندانو وروستی نوملړ به د زمري په دوولسمه اعلان شي. د تلې ۲۸ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان شوې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پخوانی رییس وايي د هغو شمېرو له مخې چې نوموړي د هېواد له اوولسو ولایتونو راټول کړي تراوسه کابو ۳۵۰ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ