Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون: حکومت دې په غزني کې د ستونزو حل لاره پيدا کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په غزني کې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو لپاره د دغه ولایت د ځينو اوسېدونکو غوښتنه یې ولسمشرۍ ته استولې ده.

د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکو د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې په پيل کې په دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه‎ییز دفتر تړلی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی سید حفیظ الله هاشمي وايي حکومت باید دې مسلې ته د حل لاره پیدا کړي.

هغه زیاتوي:«د ټاکنیزو حوزو کوچني کول د خلکو اساسي او مهم شرط وه، د امنیت تامین او د هغو ولسوالیو بېرته نیول چې د طالبانو په لاس کې دي. دا دوه مسلې د کمېسیون له واکه لوړې دي موږ هغه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسولي او ولسمشرۍ ماڼۍ دې مهرباني وکړي او له خلکو سره دې خبرې وکړي.»

د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو طرحه تیر کال حکومت ته سپارل شوې وه خو حکومت دوې اونۍ مخکې دا طرحه رد کړه او اعلان یې وکړ د دغې طرحې د عملي کولو لپاره وخت کم دی.

په داسې حال کې چې د نوم لیکنې کابو ۸۰۰ مرکزونه د ګواښونو او ټاکنیزو توکو د نه رسېدو له امله تړلي پاتې دي، خو ښاغلی هاشمي وايي چې د ورځې ۱۵۰ زره هېوادوال نوم‎لیکنه کوي او د نوم لیکونکو شمېر زیاتوالی موندلی.

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه په ټول هېواد کې څلورمېلیونه او ۳۸۷ زره تنو نومونه لیکلي دي، چې ۲۶ سلنه یې مېرمنې دي. دغه کمېسیون د نوم‎لیکنې په بهیر کې د مېرمنو لږ ونډه د اندېښنې وړ بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني څوارلس ولسوالۍ ناامنې دي او یوازې ناهور، مالستان او جاغوري ولسوالۍ له نسبي امنیته برخمنې دي، خو تراوسه د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي نه دي رسېدلي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه وویل:«موږ دې ته اړ یوو چې وضعیت په سمه بڼه او له تابیاو او حوصلې سره او له یوه ځانګړي جهان بینۍ سره حل کړي له هغې څخه پرته ټولنیز، سیاسي او تخینکي ستونزې به یې تول هېواد ته خورې شي.»

په داسې حال کې چې د نوم لیکنې کابو ۸۰۰ مرکزونه د ګواښونو او ټاکنیزو توکو د نه رسېدو له امله تړلي پاتې دي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونه وايي د انتخاباتو د امنیت په ټینګښت کې به همکاري وکړي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند مارټین اوډانل په دې اړه وویل:« موږ له افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو، دغو ټاکنو ته چې څه باندې څلورمېلیونه کسانو په‎کې نوم لیکنه کړې هیله‎من یوو او دا بهیر د پرمختګ په لور روان دی، موږ د خپلو همکارانو ترڅنګ د اړتیا په صورت کې مرسته کوو.»

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د تلې په اته ویشتمه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ