د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله په یو شمېر ولایتونو کې د ملي ائتلاف لخوا د ټاکنو د ولایتي دفترونو تړل کېدل خواشینونکی عمل بولي.
ښاغلي عبدالله نن(دوشنبې د وږي۲۶مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې ټینګار وکړ چې د ټاکنو ولایتي دفترونو تړل کېدل د ټاکنو روڼتیا نشي یقیني کولای.
د ملي ائتلاف یو شمېر پلویانو دوه ورځې مخکې په کندهار، بلخ او هرات کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل. دوی د ټاکنو لپاره د رایو ورکوونکو پر بایو مټریک کېدو ټینګار کوي.
نن هم د یاد ائتلاف یو شمېر پلوایانو ننګرهار ولایت کې د د ټاکنو د کمېسیون ولایتي دفتر وتاړه.
بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس تېره ورځ وویل چې د ټاکنو د دفترونو په تړل کیدو سره به د ټاکنو په مهال ویش کې ځنډ رامینځ ته شي.
خو اجرائيه رئیس بیا څرګنده کړه چې کمېسیون د ټاکنو د روڼتیا د یقیني کیدو لپاره رڼو له ګوندونو او مدني ټولنو سره د خبرو اترو مسوؤلیت لري.
اجرایه ریس په خپلو خبرو کې په ټاکنو سربیره له امریکا سره امنیتي تړون ته هم اشاره وکړه. ټینګار یې دا و چې دغه تړون د لویې جرګې لخوا تائید شوې او پکار نه ده چې د سیاسي موخو لپاره له پوښتنو سره مخ شي.
په دې وروستیو کې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو او د ولسي جرګې غړو د کابل او واشنګټن ترمنځ د شوي امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتونکي شول.