Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له نوملړه د حذف شوي نوماند پلویانو د کابل - بلخ لویه لاره تړلې

د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملره د لیرې شوي کس اسدالله سریفي پلویانو د کابل - بلخ لار وتړله.

ښاغلی شریفي وایي، د نوماندانو له نوملړه د ده لیرې کول سیاسي پرېکړه ده.

هغه ګواښ کړی که‎چېرې نوم یې بیرته نوملړ ته کې رانه‎شي، مدني سرغړونو باندې به لاس پورې کړي.

ولسي جرګې ته د ټاکنو له نوملړه ایستل شوی نوماند اسدالله شریفي وايي:«که‎چېرې په واقعیت سره ولسمشر یې، او واقعاً یو عادل ولسمشر یې، او واقعاً سیاسي مسله نه لرئ،  زه غواړم چې زما دوسیه دې وباسي، زه د دغه ترېبیون له شا در ته وایم که‎چېرې زه مجرم وم، او زه خاین وم، په خدای قسم دی چې رسماً استعفا کوم او ځم د زندان د میلو تر شا کېنم.»

د بلخ د ځوانانو د پارلمان غړی مختار احمدي هم وویل:« زموږ د خلکو د واقعي غږ د نه پاملرنې په صورته کې د بلخ اوسېدونکي په سیاسي او پراخو مدني لاریونونو لاس پورې کړی او د کابل – مزار شریف لویه لار به د ټرافیکو په مخ وتړي.»

د ښاغلي شریفي پلویانو د کابل بلخ لویه لاره هم وتړله. خو دې کار د دې لارې د مسافرو غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل – بلخ په لویه لاره یوه مسافره سونیتا په دې اړه وايي:«غوښتل مو چې د سمنګانو په لور ولاړ شو ستونزې مو لرلې، کورنۍ مو هلته ده، په لاره کې داسې بندون رامنځته شو. نه پوهېږو څه وکړو دا ګرمه هوا وګوره، ماشومانو ته وګورئ د اوبو کموالی دی.»

بل مساپر بسم الله هم زیاته کړه:«ټول خلک په دغه سوځنده لمر کې درېدلي یوو ګټه یې څه ده.»

د اسدالله شریفي نوم د نامسووله وسله والو د لرلو له امله د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له نوملړه ایستل شوی خو ښاغلی شریفي دا ادعا ردوي.

بل پلو ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو لیرې کېدو په اړه د دې ادارې پرېکړه وروستۍ ده او هېڅ بدلون په‎کې نه راځي.

دغه کمېسیون زیاتوي، له لیسته د نوماندانو د لیرې کولو پرېکړې واک ورته قانون ورکړی.

له دې سره مولوي تره خیل وایي د نوماندانو له نوملړه د ده د نوم لیرې کول یوه سیاسي دسیسه ده او حکومت کې د یو کس په غوښتنه لیرې شوی دی.

خو هغه کسان چې نومونه یې له نوملړه ایستل شوي، دا پرېکړه نه منې او د استېناف غوښتونکي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دروازې په مخکې له نوملړه د یو شمېر ایستل شویو نوماندانو د پلویانو اعتراض دوام لري.

دغه لاریون چې د دوشنبې په ورځ د مولوي تره خېل د پلویانو لخوا د دغه کمېسیون د دروازې په وړاندې  پیل شوی وه اوس د زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي پلویان له دغو اعتراض کوونکو سره یو ځای شوي دي.

مولوي تره خېل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په فساد تورنوي او حکومت ته ګواښ کوي.

له نوملړه ایستل شوی نوماند مولوي تره خېل وویل:« موږ عدالت غواړو، حکومت دې خبر وي که‎چېرې بې پروايي یې وکړه دا لاریون به بل ځل داسې لاریون نه وي چې اوس دی حکومت باید دې ته ساده فکر و نه کړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا له نوملړه یو شمېر نور ایستل شوي نوماندان د دې ادارې پرېکړه نه مني.

له نوملړه ایستل شوې نومانده مریم کوفي وايي:«موږ له نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو کمېسیون څخه غواړو چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او زما حیثیت اعاده وکړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د هغو نوماندانو دوسیې چې د دې بنسټ د ولایتي دفترونو او د نوماندانو د ارزونې د ځانګړي کمېسیون لخوا څېړل شوې وې، له ځانه د دفاع لپاره دغې ادارې ته وربلل شوي وو، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغو دوسیو په هکله چې په خپله یې ارزولي پرېکړه کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی علي رضا روحاني په دې اړه څرګنده کړه:«هغه پرېکړې چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې نیول کېږي، قانوني دي او وروستۍ پرېکړې دي د هغه د بدلون لپاره هېڅ لاره نشته.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین زیاتوي د انتخاباتو قانون د ۹۰، ۹۳ او ۹۵ مادو له مخې یې د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د هغو سندونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي د لاندينیو کسانو نومونه حذف شوي دي.

•        له کندز ولایت کې محب الله، احمدشاه شمس، امان الله هوتکي

•        له بامیانو عبدالرحمن شهیداني،

•        په بدخشان کې فوزیه کوفي، محمد نبي بیان، عبدالصمد عبدالحمید، مریم کوفي،

•        په بغلان ولایت کې سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی، حیات الله وفا،

•        په بلخ ولایت کې اسدالله شریفي،

•        په پروان ولایت کې غلام حیدر جیلاني، نور احمد سکندر،

•        په پکتیا کې الله میر، نوید ابراهیم خیل،

•        په تخار ولایت کې بشیر قانت، اسدالله ایوب،

•        په خوست ولایت کې لیاقت الله بابکرخیل، جبار جبارخیل،

•        په سمنګانو کې معصومه خاوري، محمد اصف عظیمي، رییس خیرالله،

•        په کابل ولایت کې سخي نوید، قیس حسن، مولوي تره خېل محمدي، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخیل، احسان الله عاطف، شیرعلي احمدزی، زرداد فریادي،

•        په لوګر کې شایسته باز ناصری،

•        اکبر ستانکزی او په ننګرهار کې جاوېد زمان

له هغو کسانو دي چې نومونه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه ایستل شي دي.

له دې وړاندې د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون د ځانګړي کمېسیون له وسله‎والو کسانو سره د اړیکو په تور د ۲۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه ایستلي وو.

له هغې وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او شونې ده چې له دغه نوملړه ډېر نور نومونه هم وایستل شي.

د اسدالله شریفي پلویان د بلخ ولایت په خُلم ولسوالۍ کې راټول شوي او د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له نوملړه د ښاغلي شریفي د نوم ایستل ناعادلانه بولي.

شریک یي کړئ