Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو ته د نوم‎لیکنوکو شمېر کابو ۲ مېلیونو ته ورسېد

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون عملیاتي ریاست وایي، د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې شمېر څه باندې یو مېلیون او ۹۸۰ زرو ته رسېږي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو او رییس ترمنځ د ستونزو د هواري هرکلی کوي او پر اصلي پېژندپاڼو د اسټېکړ د لګولو پرېکړه قانوني بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس پر اصلي پېژاند پاڼو د استګېر د لګولو په رابطه د دغه کمېسیون د غړو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او له ولسمشر سره په همغږۍ یې اعلان کړی و چې د تذکرو پر کاپي باید اسټېکر ولګول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګولو طرحه باطله کړه. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دوه مرستیالان او دوه غړي د تیرې پنجشنبې په ورځ د دې بنسټ د رییس او مرستیدویه ادارو د استازو په وړاندې د تذکرو پر کاپي سټېکر لګول رد کړل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذ الله دولتي په دې اړه وايي:«هر بل بدیل به د پېژندپاڼې پر اصل د سټېګر له لګولو څخه پرته د درغلۍ زمینه به برابره کړي له همدې امله هېوادوال باید د نوم‎لیکنې لپاره د تذکرې پر اصل سټېګر ولګوي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي هغه کسان چې له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي کولای شي د نفوسو د احوال د ثبت ادارې ته مراجعه وکړي او د تذکرې مثنی واخلي، د نوم لیکنې په مرکزونو کې به د دوی پر اصلي تذکرو سټیکرونه ولګول شي.

له بلخوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د څلورو غړو لومړۍ پرېکړه قانوني او له منل شویو معیارونو سره برابره بولي او له نوموړي کمېسیونه غواړي باید د حکومت تر فشار لاندې رانه‎شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي په دې اړه وویل:«د څلورو غړو پرېکړه یوه قانوني پرېکړه ده کمېسیون خپلې پرېکړې له اکثریتو رایو سره ترسره کوي دوی باید د حکومت تر فشار لاندې را نه شي.»

د تذکرو پر کاپي د سټیکر لګولو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تصمیم له ارګه بهر شوی و او د تذکرو پر کاپي د سټیکرونو لګولو اعلامیه هم د کمېسیون پر انټرنټ پاڼې خپره شوې وه.

شریک یي کړئ