Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنو ته د نوم‎لیکونکو شمېر ۱.۳ مېلیون تنو ته ورسېد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چاروکي وایي، په ټول هېواد کې تراوسه ۱ مېلیون او ۳۳۶ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې چې له دې ډلې څه باندې ۳۵۱ زره یې مېرمنې دي.

په ورته وخت کې د ځینو زده کوونکو کورنۍ ښوونځیو کې د نوم لیکنې د مرکزونو جوړېدو ته اندېښمنې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټول هېواد کې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې  یو زره او ۴۱۹ مرکزونه جوړ کړي چې ډېری یې په ښوونځیو کې دي، د زده کونکو یو شمېر کورنۍ وايي د ماشومانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

د کابل اوسېدونکی رمضان په دې اړه وویل:«خلک نه‎شي کولای چې خپل بچیان ښوونځي ته واستوي... لومړی زه په خپله یو زوی لرم ټوله ورځ دلته ناست یم چې څه وخت مې زوی راځي.»

د دغو زده کونکو کورنۍ وايي په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش پر یوه مرکز له برید وروسته څو ورځې خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته ولاړ شي.

زده کوونکي اسدالله په دې اړه وویل:«کله چې چاودنه وشوه څو ورځې ښوونځیو ته ولاړ نه پلار مې وویل چې په کور کې واوسم.»

د پلازمېنې اوسېدونکی رسول وايي:«خلک وېري څه وکړي، ځينې کسان وايي چې موږ له ښوونځي تېر یوو... دولت باید امنیت تامین کړي.»

له بلخوا د کابل لویدیځ په یوه ښوونځي کې د نوم‎لیکنې مرکز دغه مسوول وايي په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش پر یوه مرکز برید د څو ورځو لپاره د نوم‎لیکنې لپاره د خلکو کچه کمه کړې وه خو اوس دا بهیر زیات شوی دی.

په کابل کې ټاکنو ته د نوم‎لیکنې د یوه مرکز مسوول فرهاد څرګنده کړه:«خلک ډېر اندېښمن وو خو اوس هېڅ خبره نشته... او ډېر خلک نوم‎لیکنې لپاره راځي.»

د رایه ورکونکو د نوم‎لیکنې له پيل راهیسې په کابل کې د نوم لیکونکو شمېر زیات وو، په کابل کې د رایه ورکونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو مسوول وايي د ورځې ۳۵ زره کسان په پلازمېني کې نوم لیکنه کوي او تراوسه کابل کې ۴۶۰ زره کسانو نومونه لیکلي دي.

په کابل کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو رییس اول الرحمان رودوال په دې اړه وايي:«کمېسیون د مرکزونو د ارزونې پر مهال، هغه مرکزونه چې د خلکو او زورواکو په کورونو کې وو بهر کړي د نوم‎لیکنې مرکزونه یې ښوونځيو، جوماتونو او مدرسو ته لېږدولي دي. مرکزونه باید په داسې ځایونه کې وي چې ټول خلک هغوی ته لاسرسۍ ولري. خلک اندېښمن دي خو ډاډمن دې وي چې انشاالله څه نه کېږي امنیتي ځواکونه امنیت ټینګ وي.»

د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د غوايي تر ۲۲ نېټې د ولایتونو په مرکزونو کې روان دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي دا بهیر به څو ورځې نور هم وغځول شي.

د زده کونکو کورنۍ وايي په کابل کې د پېژندپاڼو د وېش پر یوه مرکز له برید وروسته څو ورځې خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوله چې ښوونځي ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ