Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ښار کې د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر یو میاشت وغځول شو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ښارونو کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې موده تر یوې میاشتې پورې وغځوله.

د دغه کمېسیون رییس او غړي په خبري ناسته کې وايي دوی دا پرېکړه، رایې ورکوونکو ته د نورو فرصتونو د ورکړې په پار کړې ده.

که څه هم د هېواد په ښارونو کې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې پای ته رسېدو ته کابو یوه اوونۍ پاتې ده خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا وخت یوه میاشت نور هم وغځاوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس او غړي په کابل کې په خبري ناسته کې وايي په تېرو ۲۵ ورځو کې په ټول هېواد کې یونیم مېلیون تنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي خو د یوې میاشتې لپاره د دې بهیر غځول به د نوم لیکنې لپاره اوږده موده وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«په ښارونو کې د رایه ‎ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر، تر یوې بلې میاشتې وغځول شوه ترڅو ټولو هېوادوالو ته د دې فرصت برابر شي چې په ټاګنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ولیکي.»

که څه هم د تلې د اته ویشتمې نېټې ټاکنو د احتمالي نوماندانو له وخته مخکې مبارزې او د خپلو ټاکنیزو کارونو د پرمخ بیولو لپاره په ولایتونو کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو اوږده موده فعالیت په اړه رپوټونه ورکړل شوي خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس دغه راز کسانو ته د ټاکنو د نوماندانو له وروستي نوملړه د دوی د نومونو د لیرې کولو په اړه ګواښ کوي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:«د سړیو شمېر چې نوم‎لیکنه یې کړې ده، یو مېلیون او اته شپېته زره او شپږ سوه او یو اتیا تنه دي. او خویندو ۴۱۳ زره ۹۶۷ تنه دي او د کوچیانو شمېر ۳۵ زره او ۱۴۷ تنه دي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست سرپرسته شهلا حق د دې کمېسیون د مالوماتي بانک د جوړېدو او په ولایتونو کې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې د شمېر د ثبتولو خبر ورکوي.

اغلي حق زیاته کړه:« هغه شمېرې چې تاسو ته وړاندې شوي، کره شمېرې دي چې هره ورځ یې له ولایتونو څخه اخلو.»

ټاکل شوې د غوايي میاشتې په ۲۵ نېټه د ټولو ولایتونو د ولسوالیو په مرکزونو کې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې بهیر پيل او له هغې وروسته به په کلیو کې نوم لیکنه ترسره شي.

بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس د راتلونکو ټاکنو نوماندانو ته ګواښ کوي که له وخت مخکې تاکنېز کمپاینونه پیل کړي نو د ټاکنو د نوماندانو له وروستي نوملړه به ویستل شي.

شریک یي کړئ