ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي وايي چې د سولې بهیر کې بیړه به هېواد کې د تلپاتې سولې د رامنځه کېدو مخه ډب کړي، خو هغه د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کوي او وايي چې هغوی باید سوله د خپلو څوکیو قرباني نه کړي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شیدا محمد ابدالي وویل:«په افغانستان کې تل د سولې هڅې هغه مهال پيل شوي چې افغانستان په یوه کمزوري حالت کې وي زه شک نه لرم چې دا بهیر ولي اوس پیلېږي، حکومت اوس کمزوری دی نو باید دقیق واوسو چې د سولې لپاره باید نه جبران کېدونکې قرباني ورکړو دقیق واوسو داسې نه چې سوله یوه ناپایداره سوله شي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند په ټاکنیزو کمېسیونو کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.
ښاغلي ابدالي زیاته کړه:«هر بهیر باید ملي وي دلته سیاسي ګوندونه او بهیرونه دي دلته خلک دي، موږ پارلمان او سنا لرو، خلک لرو د هغو استازو لیدلوري چې ناکام شوي څو وکړای شو په کمېسیون کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کړو.»
په دې ټاکنیزه مبارزه کې عبدالبصیر سالنګي او ذولفقارامید د ښاغلي ابدالي ملګرتیا کوي.
د مشارکت او تقییر ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال عبدالبصیر سالنګي وايي:«په لومړي سره کې مو ملیتي قومي ترکیب په پام کې نیولی، دې ته په پام سره چې له ښاغلي ابدالي سره مو له تېره پېزاند درلود او د ښاغلي کرزي صاحب په دوره کې کار کاوه، ډېره ښه تجربه یې لرله.»
د مشارکت او تغییر ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال ذوالفقار امید هم څرګنده کړه:«د دغې ټاکنیزې ډلې له رامنځته کېدو موخه د بنسټیز بدلون راوستل دي هم په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزه برخه کې.»
شیدا محمد ابدالي وروستۍ کس و چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې نوملیکنه وکړه.
ښاغلی ابدالي په امریکا کې د ملي دفاع په پوهنتون کې د سټراټيژيک امنیت د مطالعاتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي دي او تر هغه وروسته یې د هندوستان له جواهر لعل نهرو پوهنتون نه د سیاسي ثبات او اقتصادي اړیکو په برخه کې خپله دوکتورا تر لاسه کړې ده.
شیدا محمد ابدالي د حامد کرزي د باور وړکس و او هغه ته نژدې پاتی شوی دی. ښاغلی ابدالي تر شپږو کلونو زیات په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.