د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نن دوشنبې (د تلې په ۱۵مه) په یوې خبري غونډه کې یو ځل بیا د هغه څه په اړه چې ځان د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو یوازینۍ ګټوونکې ډله ګڼي، څرګندونې وکړې.
دغه ټاکنیزه ډله له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازولۍ یونما غواړي چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ژر تر ژره اعلانولو په برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله په دې باور ده چې ولسمشریزې تاکنې، یوازې یو ګټوونکی لري او د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تجربې باید تکرار نه شي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي وايي:«په اوسنیو شرایطو کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ به د افغانستان په ګټه نه وي.»
دغه ټاکنیزه ډله د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې پر روڼتیا او په دغه بهیر کې د لاسوهنې پر مخنیوي ټینګار کوي.