Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنیزو کمېسیونونو پر پخوانیو غړو تورونه لا هم نه دي څېړل شوي

لویه څارنوالۍ وايي چې دغه بنسټ هڅه کوي څو د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو د فساد تورونو پر څېړنې کار پیل کړي، خو تراوسه په دې اړه څېړنې پیل شوې نه دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولې په دې اړه وايي:«تراوسه یو لړ هغه فعالیتونه چې په څېړنیز پلان کې په پام کې نیول شوي وو، هغه فعالیتونه پر مخ تللي، په هغه صورت کې چې پلاوی هغه خپل هغه پلان ته ورسېږي، د کمېسیون پخواني غړي به څېړنو راوکاږل شي.»

تېره اوونۍ له هغې وروسته کله چې په ټاکنو قانون کې تعدیلات تایید شول، ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي لیرې او لویې څارنوالۍ ته یې معرفي کړل. ولسمشر وايي چې دغه کسان له خپلو واکونو په ناوړه استفادې او مالي فساد تورن دي.

اوس ټاکل شوې چې د دوی پر ځای ۱۴ تنه نور معرفي شي او د دغو کسانو د معرفۍ لپاره کارونه پیل شوي دي. د شنبې په ورځ (د کب په ۴ مه) په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفۍ وروستۍ ورځ به وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي، له حکومته غواړي چې د کسانو د غوراوي بهیر چټک کړي څو د دغه کمېسیون کارونه په خپل وخت ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبداعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«موږ له حکومته دا غواړو چې ژر تر ژره د کمېسیون د نوي مشرتابه برخلیک څرګند کړي څو موږ وکړای شو د راتلوونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی ونیسو.»

د عدلیې وزارت کې ۷۲ ګوندونه ثبت شوي دي ټاکل شوې چې هر ګوند یو تن په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماند کړي او همدارنګه ۱۵ په ټاکنیزو بنسټونو پورې د اړوندو ادارو له خوا معرفي شي.

مدني ټولنو صغرا سادات، ذبیح بارکزی، مولانا محمد عبدالله، مقدسه اتلوال، استاد نظري ،  حبیب الرحمان ننگ، بصیرعادل، دین محمد شکیب، گل احمد مددزی، پلوشه فضلي، محمد شعیب شهیر، عبدالله احمدي، خالد اوریا، فریده نیکزاد او رحیمه ظریفي ولسمشرۍ ماڼۍ پېژندلي دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب‌زاده څرګنده کړه:« څه باندې ۱۵۵ تنه غوښتوونکو نومونه نوملړ کې راغلي او په څو پړاونو کې توانېدلي یوو چې ۱۵ نوماندان چې د اړینو مشخصاتو درلودونکي وو، هغوی مو په ګوته کړي دي.»

خو،په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نوماندانو په منځ کې د کم تجربه کسانو او حتا بې تجربه کسانو حضور یو لړ اندېښنې راپارولې دي.

تېره اوونۍ له هغې وروسته کله چې په ټاکنو قانون کې تعدیلات تایید شول، ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي لیرې او لویې څارنوالۍ ته یې معرفي کړل.

شریک یي کړئ