Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کونړ، بدخشان او سرپل معترض نوماندان: رایو کې لاسوهنه شوې

د بدخشان، سرپل او کونړ ولایتونو ځینې معترض نوماندان ادعا کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو او د دغه کمېسیون عملیاتي برخې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې لاسوهنه کړې ده.
د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې او د ټاکنو کمېسیون کابو له څلور میاشتو وروسته نه دی توانېدلی چې د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي. خو د بدخشان، کونړ او سرپل ولایتونو وروستۍ پایلې څو ورځې مخکې اعلان شوې. د دغو پایلو پر بنسټ، په کونړ ولایت کې څلور او بدخشان کې نهه او سرپل ولایت کې هم پنځه تنه ولسي جرګې ته بریالي اعلان شوي دي.
خو ځينې نوماندان چې نومونه یې د ټاکنو په وروستي نوملړ کې نه دي راغلي وايي چې د رای شمېرنې بهیر روڼ نه وو او د هغوی په رایو کې لاسوهنه شوې ده. 
دغه نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د بډو پر اخیستو تورن وي.
دوی د ټاکنو له ټولې پروسې سندونه لري او د همدې له مخې وايي، د ولسي جرګې ټاکنو کې بریالي شوي، خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو له نورو نوماندانو د پیسو له اخیستو وروسته، هغوی بریالي اعلان کړي.
د بدخشان معترض نوماند اسلام یفتلي:«موږ د رایو او همدارنګه بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایو په بیاشمېرنه کې موږ وروستي نوملړ ته لاره وموندله او ما ته له دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو څخه مبارکي راغلې او سند هم له موږ سره دی.»
دوی له حکومت غواړي چې د دوی د شکایتونو د څېړلو لپاره یو پلاوی وګوماري او ګواښ کوي چې له دې پرته به د خپل حق تر لاسه کولو لپاره له هرې لارې کار واخلي.
د کونړ معترض نوماند صالح محمد صالح هم وايي:«دا ډول له شرمه ډکې ټاکنې چې سیسټم ته پورته شي او بریالی اعلان شي او بېرته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ځي د انتخاباتو له مرکزي کمېسیون سره جلسه نیسي او وروسته پرېکړه کوي چې یو له بدخشانه او بل له کونړه لیرې کوي.»
 د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم د بدخشان، کونړ، خوست، فراه، فاریاب او نورستان ولایتونو پایلې د پوښتنې وړ بولي.
د فیفا ویانده مروه امیني په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ د ناظرینو لپاره یې وویل چې دغه ولایتونه ستونزې لري او موږ له دې وروسته کله چې څېړنه وکړه او رایې وشمېرل شوې او ستونزې حل شوې ستاسو په حضور کې تفتیش کوو، وروسته بیا اعلانوو، خو هماغه ورځ کله چې زموږ همکاران دفتر ته راغلل له هغوی سره هېڅ څیز هم شریک نه شول او د ورځې په پای کې یې اعلان کړل.»
خو ټاکنیز کمېسیونونه وروستۍ پایلې نه ګرځېدونکې او همدا ډول خپل کار د قانون پر بنسټ سم بولي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون اقدامات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د موندنو او پرېکړو پر بنسټ دي.»
د ولسي جرګې ټاکنو له کېدو نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د دې ټاکنو د اتلس ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.
بل لورته بیا پر ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه ټاکنیز کمېسیونونه پر فساد او همدا ډول د ټاکنو په کېدو کې پر بې‌‌پروايۍ تورنوي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې او د ټاکنو کمېسیون کابو له څلور میاشتو وروسته نه دی توانېدلی چې د ټولو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ