Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: شونې ده د یکشنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د احتمال خبر ورکوي.

د کمېسیون د دارالانشاء ریيس وايي، د اوه پاتې ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر بشپړه شوی، او په اطلاعاتي بانک کې د بغلان، بدخشان او فاریاب د پایلو د پاڼو له رسولو سره سم به لومړنۍ پایلې اعلان شي.

ښاغلي حبیب الرحمان ننګ نن (جمعه د لیندۍ په ۲۹مه) طلوع نیوز ته په دې اړه وویل:«د دغو درې ولایتونو د پایو پاڼې کمېسیون ته رسېدلي او د هغه د انټیک، اسکن او انټري بهیر پای ته ورسوو او وکړای شو چې سبا ته د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د اوو ولایتونو د بیاشمېرل شویو ټولیز رپوت کمېسیون ته وسپارو.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ ویلي وو چې هغوی د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره له تخنیکي پلوه چمتووالی لري.

بل خوا هغه ټاکنیزې ډلې چې د پنجشېر، بدخشان، بغلان، سرپل، فاریاب، جوزجان او تخار ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې حضور درلود وایي باید هغه ټاکنیزې ډلې چې ډېرې درغلۍ یې کړې دي؛ عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی محمد ناطقي وویل:«تر هغې چې تقلبي رایې پاکې نه شي او د خلکو ډاډ ترلاسه نه شي، طبعاً هغه پایلې چې اعلانېږي ورته د منلو نه دي، دا زموږ بنسټيز او اساسي اصل دی.» 

د رحمت الله نبیل د ټاکنیزې ډلې غړی عارف کیاني هم څرګندوي:«د ټاکنو له کمېسیونه زموږ غوښتنه دا ده؛ هغه ټاکنیزې ډلې چې ټاکنیز جرم یې کړی، او د ټاکنو هغه نوماندان چې ټاکنیز جرمونه یې کړي باید د نوماندانو له نوملړه حذف شي او د حساب او کتاب لپاره باید عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.»

بل خوا د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو له کمېسیون نه غواړي چې ژر د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او ټاکنیزې ډلې د هغه درناوی وکړي.

ښاغلي دانش وايي:«څه باندې دوه میاشتې کېږي، چې هم کمېسیونونه او هم د خلکو رایې، په یو ډول په یرغمل کې دي.»

له دې ټولو سره سره د عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې وایي چې د هغو ۲۷ ولایتونو رایې دې بیا شمېرل شي چې د دغو ټاکنیزو ډلو څارونکو په کې حضور نه درلود؛ خو د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزه ډله بیا د څلور دیرشو ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه کوي او د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې تحریم کړی دی.

ولسمشرۍ ټاکنې کابو درې میاشتې مخکې ترسره شوې دي، خو تراوسه حتا قسمي او لومړنۍ پایلې اعلان شوې نه دي.

شریک یي کړئ