فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د سرپل کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې
د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له سختو نښتو خبر ورکوي.
د والي ویاندو ذبیح الله اماني وايي طالبانو تېر ماښام(دوشنبې د مرغومې په لسمه نېټه) د صیاد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او کابو څو ساعته نښته روانه وه.
ښاغلی اماني وايي چې طالبانو د صیاد پر مرکز د برید ترڅنګ د ولایت مرکز په قشقري کلي کې پر امنیتي پوستو او د تیلو پر کوهیانو هم برید وکړ.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د ولسي جرګې له غړي، سیدحسین شریفی بلخابي او پخواني پوځي، میرزامحمد یارمند سره خبرې شوې دي.