د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې له روغتیا سکټور سره د نړیوالو مرستو د کمېدو په اړه اندېښن دی.
د یاد وزارت ویاند وايي، د تېر کاله پرتله له افغانستان سره د روغتیا سکټور په برخه کې نړیوالې مرستې د پام وړ کمې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژير وايي: «اوسمهال د سیاسي ملحوظاتو په خاطر ډېری مرسته کوونکي او پلي کوونکي له یو بل سره په همغږۍ چارې مخ ته وړي او په ډېری مسایلو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت دخیل نهدی.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز زیاتوي، د روغتیا په برخه کې نړیوالې مرستې باید له دې وزارت سره په همغږۍ تر سره شي.
له دې سره هممهاله، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د یو لړ ټوېټونو له لارې په افغانستان کې له لسو روغتیایي مرکزونو سره د خپلې مرستې خبر ورکړی دی: د سره صلیب نړیواله کمېټه لیکي: «موږ په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو ملاتړ کوو. موږ له اوسنۍ بودجې طبي وسایل برابروو او تر لس زرو د ډېرو روغتیایي کارکونکو معاشونه ورکوو. دې ملاتړ مېلیونونه تنو ته د دې زمینه برابره کړې ده، څو هغه روغتیايي مراقبتونه چې ورته اړتیا لري، تر لاسه کړي.»
د وزیر محمد اکبرخان روغتون رییس نجیبالله نثار وايي: «زموږ ملاتړ د سره صلیب له لوري دي او ستونزې مو حل دي، مخکې له دې چې دوی خپلې مرستې پیل کړي، زموږ د روغتون وضعیت په ناوړه حالت کې و.»
یو شمېر ناروان هم د هېواد د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو ستاینه کوي.
یوه ناورغه بيبي ناز وايي: «ټوله شپه یې په وړیا ډول موږ ته سیرومونه راوړل او راته یې ولګول.»
پهدې لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د اوکرایین له جګړې وروسته د روغتیا په برخه کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د نړۍ پاملرنه کمه شوې ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس وايي: «اوکرایین ته پاملرنه ډېره مهمه ده، ځکه پر ټولې نړۍ اغېز لري، خو افغانستان، یمن، سوریې او نورو هېوادونو ته پاملرنه کمه شوې ده. اړتیا ده چې په روښانه ټکو ووایم، په نړۍ کې له بېلابېلو توکمونو سره یو ډول چلند نهکېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر روغتونونه د امکاناتو له کموالي سره مخ دي او له همدې امله د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي خپل ناروغان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته راولي.
په دې اړه مو اندونه