د کندهار میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي چې د هوا له سړېدو سره هممهاله په دغه ولایت کې په سلګونه ماشومانو په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د چارواکو په وینا، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې لږ تر لږه ۸۰۰ ماشومان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې څانګې مرستيال کريم الله طلوع نيوز ته وايي، چې د ورځې تر ۴۰ ناروغ ماشومان دغې څانګې ته راوړل کېږي.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«له دې مخکې مو هره میاشت ۵۰۰ تر ۶۰۰ ناروغان لرل او اوس ۸۰۰ ناروغانو ته رسېږي؛ ځکه چې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.»
اخوا د کندهار د ميرویس حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې په څانګه کې په موسمي ناروغيو د اخته ماشومانو د کورني غړي وایي؛ ماشومان یې د هوا د سړېدو له امله ناروغان شوي دي.
د شاوليکوټ اوسېدونکې عثمانيه وايي:«کله چې ماشوم ښه وروزې، ښه پاک یې وساتئ او پرې منځې، نه ناروغېږي.»
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه هم څرګندوي:«خپل لاسونه نه مینځي، کهچېرې ځانونه پاک وساتي، نه ناروغېږي.»
روغتيا پالان د موسمي او نورو ناروغيو د مخنیوي لپاره د پاکو اوبو او خوړو کارول او د شخصي روغتیا د ساتنې په پام کې نیول تر ټولو ګټورې او اسانه لارې چارې بولي.
په دې اړه مو اندونه