Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ساري ناروغۍ؛ افغانستان او پاکستان د روغتیایي چارواکو د خبرو اترو چورلیز

د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست، قلندر عباد پاکستان ته په سفر کې د یاد هېواد د روغتیا له وزیر او هغو افغان ډاکټرانو سره چې په پاکستان کې په زده‌کړو بوخت دي لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، چې په دغه سفر کې د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د پولیو پر وړاندې د مبارزې او په کور دننه د پاکستان د تخصصي ازموینو د اخیستو په اړه هم خبرې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وویل: « غوښتنې داسې وشوې چې د تخصص په پرواګرام کې FCPS په افغانستان کې شامل او د MCPS او FCPS  ازموینې هم په افغانستان کې واخیستل شي څو افغان ډاکټرانو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي او پاکستان کې خپلو تخصصي زده کړو ته دوام ورکړي.»

په ورته مهال، یو شمېر ډاکټران وايي، چې په دغو سفرونو کې باید په بهر کې افغان ډاکټرانو ته د لا زیاتو زده کړو د زمینې د برابرولو او نوې طبي ټکنالوژۍ ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې هم تفاهم رامنځته شي.

ډاکټر، باز محمد شیرزاد وویل:« هغه نوې او عصري ټکنالوژي چې په نورو هېوادونو کې معمول ده، افغانستان ته دې ولیږدوي او په تخنیکي مسایلو کې ترې مرسته وغواړي څو افغانستان هم په روغتیایي برخه کې په ځان بسیا کړي.»
              
یوبل ډاکټر، سعید عبدالله احمدي هم وویل: « غوره به وي چې د عامې روغتیا وزارت د افغانستان دننه امکانات ولري او په افغانستان کې د کدرونو څخه  په کار اخیستنې سره یو نظام جوړ کړي چې د افغانستان ټول ولس ته برابر روغتیایي خدمات ورسیږي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د قلندر عباد د سفر موخه، چې د روان لمریز کال د مرغومي په ۱۸ نېټه پاکستان ته تللی، د ساري ناروغیو د پېژندنې، مخنیوي او ژر تر ژره غبرګون په موخه روغتیايي امنیتي غونډه کې ګډون وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه