Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا په برخه کې د مسلکي کسانو د حذب لپاره د ازموینې ترسراوی

د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال محمد حسن غیاثي نن (دوشنبې) د دغه وزارت د مسلکي بنستونو په ازموینه کې ویلي چې په وروستي یوه کال کې څه باندې ۳ زره بستونه د مسلکي کسانو په واک کې دي.

ښاغلی غیاثي دغه راز زیاتوي، چې ۸۰ سلنه دغه بستونه بشپړ شوي او هڅه کېږي، د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې د هغو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي چې د کار په لټه کې دي.

د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال وايي:«د تېر کال په اوږدو کې د روغتیا په وزارت کې مو کابو ۳۰۱۶ بستونه اعلان ته ورکړل چې د یوې ازادۍ سیالۍ او رڼې پروسې له لارې ملي امانت مو د هغه اهل ته وسپاره.»

د دغې ازموینې یو شمېر ګډونوال د دغه بهیر پر روڼتا د خوښۍ په څرګندولو سره له سرپرست حکومته غواړي چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

ګډونوال په دې هکله وویل:«زموږ غوښتنه دا ده ټولو هغو ځوانانو ته چې په ټول افغانستان کې دي، د کار زمینه برابره کړي او کار اهل کار ته وسپاري.»

د عامې روغتیا وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د هغو بستونو شمېر چې تخصصي ازموینه ورته اعلان شوې ده، د اړتیاوو له مخې کمېږي او یا زیاتېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه