Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخصص د اکمال په ازموینه کې د څه باندې ۶ زره ښځينه او نرینه ډاکټرانو ګډون

د یو زره او ۲۰۰ ښځینه ډاکټرانو په ګډون د څه باندې شپږ زره ډاکټرانو نن (دوشنبې د سلواغې په ۲مه) په کابل کې د تخصص د اکمال ازموینه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د تخصص د اکمال پروګرام رییس حیدر عمر ویلي چې دغو ډاکټرانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۴۶۵ اعلان شویو بنستونو ته د لارموندنې په موخه په دغې ازموینه کې ګډون کړی دی. 

حیدر عمر د دغې ازموینې په هکله زیاته کړه:«کابو ۶ زره او ۲۲۰ ډاکټر صاحبانو نوم‌لیکه کړې ده او موږ د بستونو د تشکیل په مطابق ۴۶۵ خالي بستونه لرو.»

د ازموينې د ملي کمېټې رییس ټولو ګډونوالو ته د دې ازموينې د روڼتیا ډاډ ورکوي.

 د ازموینو د ملي کمېټې رییس عبدالباقی حقاني څرګنده کړه:«نړۍ خپل هېوادونه داسې اباد کړي چې خپل استعداد لرونکي ځوانان یې وړو ځایونو ته معرفي کړي دي. ځوانانو همت وکړ او یوه ځای ته ورسېدل.»

بل پلو، د دې ازموینې یو شمېر ګډونوال له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د هېواد په ټولو روغتونونو کې د تخصصي بستونو شمېر زیات کړي.

د ازموینې ګډونوال محمد نور وویل:«موږ ته دې د تخصص ډېر بنستونه رامنځته کړي. او که‌چېرې کولای شي له خصوصي سکټور سره دې خبرې وکړي، له خصوصي روغتونونو سره دې خبرې وکړي څو هغه تخصصي بنستونه چې د متخصصانو لپاره دي، چې اوس کم دي باید زیات شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طب پوهنځیو ښځینه فارغانې له دوی نه د وروستۍ یا د ایګزیټ ازموینې پر نه اخیستو اندېښنه څرګندوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه