Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې ښځینه واکسیناتورانو د پولیو له منځه وړلو کې کلیدي رول لوبولی

د هرات روغتیایي چارواکي دغه ولایت کې د پولیو وایرس د مهارولو په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو ونډه مهمه بولي.

هرات ولایت کې چې له نوي سلنې زیاتې واکسیناتورانې ښځې دي وایي، هڅه کوي چې هېڅ ماشوم د ګوزڼ له واکسینو محروم پاتې نشي.

د واکسیناتورانو همغږي کوونکې شګوفه امیري و ویل: « کله چې د کور مخې ته ځم، د کور مېرمن په راحتۍ سره له کوره راوځي او په راحتۍ سره یې ماشوم واکسین کیږي، کله چې یو سړی د کور مخې ته ځي نو ښځې په راحتۍ ماشومان نشي ورته راوستلی.»

د هرات روغتیایي چارواکي وایي، دغه ولایت کې د پولیو وایرس د مهارولو په پرخه کې ښځینه واکسیناتورانو رغنده رول لوبولی دی.

واکسیناتورې نازنین و ویل: « که غیرحاضر یم وي زه چمتو یم چې لس ځلې یې د کور مخې ته ورشم او که ویده هم بیا یې هم کور ته ورځم، واکسین ورته کوم چې ترې پاتې نه شي.» 

بلې واکسیناتورې سارا و ویل: « کورنۍ هم له موږ سره ډېره همکاري کوي ځکه موږ ښځې یو او په راحتۍ سره د کورونو مخې ته لاړې شو او واکسین ولګوو.» 

د هرات په سنتي ټولنه کې، د پولیو واکسینو کمپاین په پوره عملي کولو کې د ښځو او نجونو رول مهم بلل کېږي.

دوی په ډېرې آسانۍ کورونه ته د ننه کېږي او ماشومانو ته د خپلو میندو په غېږو کې واکسین ورکوي.

د هرات اوسېدونکي و ویل: « مخکې به چې واکسیناتورانې نه وې نو موږ به کلینیکونو ته تلو، اوس چې ښځې ګرځي ماشومان مو ورځي او واکسین کیږي.»

د هرات اوسېدونکې زهرا حسیني و ویل: « له هراته ښاره پولیو په بشپړ ډول له منځه تللې او موږ هڅه کوو چې دا ناورغي له ټول هېواد څخه پاکه شي.»

لویدیځ حوزه کې روغتیایي چارواکي وایي، وروستیو څه باندې درېیو کلونو کې دغه حوزه کې د پولیو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د روغتیا نړۍوالو سازمان د معیارونو له مخې، هر هغه سیمه کې چې تر درېیو کلونو پکې د پولیو پېښه ثبت نشي او د پولیو محیطي بېلګې هم پکې تشخیص نشي، هغه سیمه په بشپړ ډول د پولیو له ویروس پاکه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه