Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې په لومړي ځل د پولیو نمونو لابراتوار پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لوري په کابل کې د ګوزڼ یا پولیو ویروس ازمایښتون پرانیستل شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ازمایښتون د پرانیستې پر مهال وايي، په تېرو دوو کلونو کې په ګوزڼ د اخته ماشومانو شمېر راکم شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، قلندر عباد وویل: «په ۲۰۲۴ کال کې د ځان لپاره یوه لویه موخه لرو چې پولیو په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه لاړه شي.»

د دغه وزارت د مرکزي لابراتوارونو سرپرست، احمد ناصر حنفي بیا وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د ازمایښت لپاره د یوه لابراتوار د جوړولو هلې ځلې روانې وې.

هغه زیاتوي چې تر دې وړاندې به د ګوزڼ یا پولیو ویروس نمونې د ازمایښت په موخه پاکستان ته استول کېدې.

احمد ناصر حنفي په دې اړه وویل: « د افغانستان ټول توکي او نمونې پاکستان ته استول کېدې تر څو و ازمایل شي. اوس کولای شو دغه نمونې په هېواد دننه تشخیص کړو.»

په ورته مهال، د پولیو پروګرام د مدیترانې د ختیځې حوزې رییس وايي، پاکستان او افغانستان یواځني هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکې پاتې ده او له تېرو درېیو کلونو راهیسې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه جدي مبارزه شوې ده.

د پولیو پروګرام د مدیترانې د ختیځې حوزې رییس، حامد جعفري زیاته کړه: « ډیره مهمه ده چې دواړه هېوادونه یو ځای په همغږۍ سره کار وکړي ځکه دا دوه هېوادونه یواځني هېوادونه دي چې په دغه برخه کې په یواځې ځان نشي بریالي کېدای. دوی له ګډ کار کولو وروسته بریالي کېدای شي. لکه څرنګه چې ښاغلي قلندر عباد وویل، پولیو یواځې په همدغو دوو هېوادونو کې پاتې ده نو باید په همغږۍ سره په دغه برخه کې کار وشي څو په دواړو هېوادونو کې یې له منځه یوسو. دواړه هېوادونه یوازې د واکسینو په برخه کې همغږي لري او اوس یې باید د لابراتوار په برخه کې هم و لري.»

په ۲۰۲۲ زېږیز کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي خو په ۲۰۲۳ کال کې بیا د ګوزڼ ۶ پېښې ثبت شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه