Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۴ کال له پېل راهیسې د کورونا ویروس د څه باندې ۴زره مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې، د روان زیږدیز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې ۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال پرتله د کویډ -۱۹ ناروغۍ د پېښو کچه کمه شوې ده.

ښاغلي امرخېل څرګنده کړه:«د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې له موږ سره ۴۰۱۶ د کورونا ویروس مثبت واقعات ثبت شوي، د ۲۰۲۳ کال پرتله واقعات راکم شوي په لومړنی ربع کې چې له موږ سره څومره ارقام دي، د ۲۰۲۳ نسبت واقعات راکم شوي دي.»

اخوا د افغان - جاپان د ساري ناروغیو د روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې مسوولان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د ترسره شویو ۸۹ معایناتو له ډلې ۲۷ یې مثبتې وې.

د افغان جاپان روغتون د جدي څارنې د څانګې مسوول شیرین اغا طلوع‌نیوز ته وايي:«تېره اوونۍ هغه مراجعین چې د کووېډ - ۱۹ د تشخیص لپاره راغلي وو ۸۹ تنه وو چې ۲۹ تنه یې مثبت وو.»

۵۴ کلن غلام مصطفی چې د درېیم ځل لپاره په کووېډ - ۱۹ ناروغۍ اخته شوی، د افغان- جاپان روغتون د ساري ناروغیو په عاجله څانګه کې بستر دی وايي:«د غويي په لومړۍ نېټه دلته راغلم. د شپې په کور کې یوه حمله را باندې راغله او اکسیجن پرې شو وروسته تر دې ځایه پوه نه‌شوم چې څه ډول راغلم. وضعیت مې ډېر خراب وه.»

یو له ډاکټرانو انعام رحمتي پر کویډ - نولس ناروغۍ د ناروغانو د شمېر د زیاتوالي لامل داسې بیانوي:«اختر که زموږ خلک هغه صحي لارښوونې چې د عامې روغتیا وزارت او ډاکټرانو لخوا کېږي هغه یې نه‌دي مراعت کړي، په ځانګړې توګه له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته تګ او د ماسک نه کارونه.»

د افغان- جاپان د ساري ناروغیو روغتون له ۲۰۱۹ زیږدیز کال راهیسې تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې د کویډ نولس ناروغانو د تشخیص او درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه فعالیت لري.

د افغان - جاپان د ساري ناروغیو د روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې مسوولان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د ترسره شویو ۸۹ معایناتو له ډلې ۲۷ یې مثبتې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه