محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: د اختلافونو د حل لپاره د جنې وهلو دوام
د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو له پیلېدو ۱۵ ورځې تېرې شوې.
د افغانستان د سولې مرکچیان لا هم د خبرو د کړنلارې پر جوړولو بوخت دي؛ خو په دې لړ کې د دواړو لورو تر منځ د نظر د بېلوالي له امله دغه کړنلاره تر اوسه نه ده جوړه شوې.
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي، په دې اړه به د یوې حل لارې موندلو په موخه خبرې اترې دوام ومومي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د حکومت د مرکچي پلاوي غړی، غلام فاروق مجروح
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرايي رییس، صدیق الله توحیدي