محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
محور: عادله راز، ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې شوه
د افغانستان د ډېپلوماسۍ په تاریخ کې په لومړي ځل یوه مېرمن د ملګرو ملتونو سازمان کې د هېواد د دایمي استازې په توګه ټاکل شوې ده.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي محمود صیقل د کاري درورې له پای سره جوخت ولسمشر غني، د هغه پر ځای د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز ګومارلې ده.
په همدې حال کې حکومت په دغه مقام کې د اغلې راز ګومارل، په لوړو حکومتي پُستونو کې د ښځو د ونډې لپاره د حکومت د ژمنې ګومارل بولي.
په دې خپرون کې په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیرې، شینکۍ کړوخېل او د ښځو چارو وزارت مالي او ادارې مرستیالې، نبیله مصلح سره خبرې شوې دي.