د هلمند د سولې کاروان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۳ مه) د وردګو ولایت د سالار بازار ته راورسېد.
ټاکل شوې ده چې د دغه کاروان غړي به نن شپه په دغه بازار کې وي او سبا به د کابل په لوري حرکت وکړي.
د هلمند د سولې کاروان غړي یوه میاشت وړاندې د هلمند له مرکز لښکر ګاه څخه پلی تګ پیل او له ارزګان، کندهار، غزني او وردګو ولایتونو څخه تیز او ځانونه کابل ته رسوي.
دغه کاروان دمګړۍ د وردوګ ولایت سالارو بازار ته رسېدلي دي. او هوډ لري چې سبا ځان کابل ته ورسوي.
د دوی غوښتنه سوله او اوږد مهاله اوربند دی.