ټاکل شوې په ایران کې ۱۰ افغان ګډوال د افغانستان فوټبال غوره لیګ اوم پړاو سیالیو کې حضور پيدا کړي.
د هېواد د فوټبال فډراسیون وايي چې دغه لوبغاړي په ایران کې د فډراسیون د استازي له خوا د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د حضور لپاره بلل شوي دي.
دغه لوبغاړي به د غوره لیګ د دغه پړاو سیالیو د اتو لوبډلو په ترکیب کې به ونډه ولري.
دا لومړی ځل دی چې په ایران کې کډوال او د فوټبال لوبغاړي د افغانستان د فوټبال غوره لیګ ته دعوت کېږي.
ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ اوم پړاو د وران کال د وږي په دویمه د فوټبال فډراسیون د ګول په پروژه کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د شاهین اسمايي لوبډله تېره اوونۍ تاجکستان ته ولاړه او په دوه تدارکاتي سیالیو کې وتوانېده چې بریا خپله کړي.
شاهین اسمايي هڅه کوي ترڅو د تاجکستان د فوټبال له کلپي لوبډلو سره د تدارکاتي لوبو له ترسره کولو سره د غوره لیګ اوم پړاو ته چمتووالی ونیسي.