ولسمشر اشرف غني د سېشنبې پر ماښام (د زمري پر ۳۰ مه) د کابل ښار پر ځينو برخو د داعش ډلط له توغندويي برید وروسته، په یوې ناسته کې وویل چې باید د امنیتي او دفاعي سکټورونه په ټوله کچه کې حساب ورکونه موجوده وي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر په مشرۍ د کابل ښار امنیتي ناسته جوړه شوه او په دغې غونډه کې لومړی د هېواد امنیتي او دفاعي سکټور چارواکو، پر کابل ښار د هاوانونو د توغولو د څرنګوالي او د هغه د شنډولو لپاره د هېواد د دفاعي او امنیتي ارګانونو اقدام په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:«ولسمشر د رپوټ له اورېدو وروسته، له ځانګړې قطعې او د هوايي ځواکونو له پيلوټانو چې د ترهګرو په ځپلو کې یې اقدام کړی، مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له دې پېښې سره به په بې تفاوتۍ سره چلند ونه شي او باید امنیتي او دفاعي سکټور په ټوله کچه، د حساب ورکړه موجود وي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ویلي چې خلک، حساب ورکوونکی حکومت غواړي او حکومت د دې برید په اړه چې د خلکو د اندېښنې لامل شو، باید واضح او قناعت ورکونکی ځواب ورکړي.
د سېشنبې پر ګهیځ د ترهګرو یوې ډلې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال د ارګ تهڅېرمه او د ملي دفاع وزارت په انګړ کې ځينې توغندي لګېدلي دي.
حکومت په دغه پېښه کې د ۶ تنو د ټپي کېدو پخلی کوي. کهڅه هم د کابل ګارنېریون د بریدګرو شمېر دوه تنه بولي، خو پرکنده ملاتړ ماموریت وايي چې بریدګر ۹ تنه وو او هغوی له دوه برخو کابو ۳۰ پر بېلابېلو برخو توغولي دي.
بریدګر د عیدګاه جومات تر شا په یوه سرای کې ځای پر ځای شوي وو. درې بریدګرو له درې ساعتونو په کم وخت کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کابو ۱۰ توغندي توغوي.
د سیمې اوسېدونکی مسعود په دې اړه وايي:«یو مازدا ډوله موټر وه. څرګنده نه وه چې په هغه کې څومره توکي بار وو.»
دغه توغندويي برید د اختر له لمانځه وروسته د ولسمشر له وینا سره هممهاله وه او له دریځه چې ولسمشر د سولې غږ کاوه د توغندویو د لګېدو غږ په څرګنده اورېدل کېده.
افغان ولسمشر اشرف غني وویل:«کهچېرې هغوی فکر کوي دغه خلک ستاسو له توغندويي بریدونو سره، سر ټیټه وي، بیا هم وایم یوځل بیا فکر وکړئ؛ دا خلک د مقاومت خلک دي او غرتمن خلک دي.»
په دې لړ کې د پلازمېنې اوسېدونکي د کابل ښار تر دې برخې له چاودېدونکو توکو ډک موټر او د بریدګرو د رسېدو له امله پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي او هغه د پوښتنې وړ بولي.
د کابل اوسېدونکی امیر خان په دې اړه وايي:«موږ تلاشي کوي چې زموږ کورونه دلته دي. خو یوه لویه مازدا چې دننه په سرای کې وي نه، په دې کې د چا لاس دی.»
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.