د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون، د دین یو شمېر عالمانو او خلکو د طالبانو او پاکستان په اړه د عبدالرب رسول سیاف ویناوې له انکار څخه پرته واقعیت وباله.
وړاندې له دې عبدالرب رسول سیاف ویلي دي چې د طالبانو مړی شهید نهدی.
اوسمهال د طالبانو او پاکستان په اړه د عبدالرب رسول سیاف ویناوې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له پخلي سره مل شوي دي.
سیاف اعلان وکړ چې د طالبانو تحریک نه اسلامي دی او نه افغاني او له هغې ځای څخه چې دغه ډله بېګناه مسلمانان وژني، نه شهیدان کېږي.
جهادي مشر سیاف چې د شهید ورځې په لمانځغونډه کې یې خبرې کولې زیاته کړه: " د طالبانو تحریک نه اسلامي دی نه افغاني، د دین د یوه طالب په توګه اعلان کوم چې د هغوی مړی شهید نهدی".
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي د عبدالرب رسول سیاف دغه ویناوې ښکاره او له انکار څخه پرته حقیقت وباله.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي څرګنده کړه: " د ښاغلي سیاف ویناوې د هېواد عیني واقعیت بیانوي، طالبان نه اسلامي دي نه شرعي او نه ملي".
په ورته وخت کې د دین یو شمېر عالمان د عبدالرب رسول سیاف دغه ویناوې په ځای او د اسلام دین او قرآن له روزنو سره برابر بولي او له دغو ویناوو څخه ملاتړ کوي.
د دین عالم وليالله لبیب زیاته کړه: " د استاد سیاف ویناوې پر ځای دي او هغه د قرآن او حدیث پر بنسټ دغه ویناوې څرګندې کړي دي".
د دین دغه عالمان له حکومت څخه غواړي چې وروسته له دې پاکستان د افغانستان د رسمي دښمن په توګه وپېژني.
هغه زیاته کړه: " د افغانستان حکومت باید پاکستان خپل دښمن وګڼي او وروسته له دې د یوه دښمن په توګه ورسره خبرې وکړي".
د دین یو شمېر نور پوهان په جګړه کې له ټولو ښکېلو ډلو غواړي چې له جګړې او له یو بل وژنې څخه لاس واخلي؛ د افغانستان خلک نور د جګړې صبر نهلري.
د کابل د شرعیاتو پوهنځي ښوونکي شهیدي زیاته کړه: " راځئ له جګړې لاس واخلئ؛ بېګناه خلک مهوژنئ قرآن او حدیث ته مخه کړئ او په هغې کې منګولې خښې کړئ".
د هېواد پلازمېن مېشت هم د طالبانو او پاکستان په وړاندې د دغه پخواني مشر پر ویناوو د پخلي ټاپه لګوي اوله هغې هرکلی کوي.
د کابل اوسېدونکي محمد نسیم زیاته کړه: " دوی چېرته شهیدان کېږي؛ بلکې آن خدای پاک پر طالبانو په غوسه دی".
د کابل اوسېدونکي سید نادر هم وویل: " هغه کسان چې بېګناه خلک او ماشومان وژني؛ شهیدان نهدي، بلکې مردار دي".
عبدالرب رسول سیاف په هېواد کې یو له نفوذ لرونکو جهادي څېرو څخه دی چې په ځلونو یې د طالبانو او پاکستان په وړاندې تند دریځونه درلودل.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه