د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کوي، په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بشرپاله مرستو کموالی په دغه هېواد کې څو کلنۍ لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپالۍ د چارو همغږی کوونکی ټوبي لنزر چې اړو او وچکالۍ ځپلو ته د مرستو د جلب لپاره نیویارک ته تللی وايي، کهڅه هم افغانان د هر بل وخت په پرتله د سولې لپاره ښه لیدلوری لري، خو د بیړنیو بشرپاله مرستو په برابرلو کې بې پروايي، په افغانستان کې ټولې لاسته راوړنې او هیلې له خاورو سره خاورې کوي.
هغه وايي په دې هېواد کې پنځه اعشاریه پنځه مېلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري خو په دې اړه نړیوالو د مرستو ژمنه نه ده کړې.
هغه څرګنده کړه:«زه دلته د خطر زنګ د وهلو لپاره راغلی یم؛ ځکه کهچېرې موږ د بیړنیو بشرپاله مرستو په برابرولو کې دخیل نه شو، هغه پراختیايي لاسته راوړنې چې د تېرو کلونو په لړ کې موږ افغانستان کې لرلې او همدارنګه هغه احتمالونه چې په واقعیت کې د سولې زمینه برابرونکي به شي، له منځه به ولاړ شي.»
د ۱۳ خبریالانو او د مرستندویه بنسټونو د ۲۳ کارکوونکو وژنه او د ۲۷ نورو ټپي کېدل او دغه راز د مرستندویه بنسټونو د ۷۴ کارکوونکو برمته کول هغه پېښې دي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په وینا افغانستان کې د وضعیت خرابوالی ښيي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالۍ د چارو همغږی کوونکی ټوبي لنزر څرګنده کړه:« امنیت او سولې ته یوه تنده شتون لري، خلک هغو شیانو ته لېواله دي چې په هېواد کې د ثبات د رامنځته کېدو لامل شي. اړتیا ده ترڅو د افغانستان اوږدې جګړې ته د حل لار وموندل شي. خوښ یم چې د دې هېواد د سیاسي څېرو ترمنځ تر ډېره خبرې اترې دوام لري.»
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، تراوسه یوازې ۳۵ سلنه هغه پیسې چې دغه سازمان په افغانستان کې د اړو خلکو د خوراکي توکو او بیړنیو مرستو لپاره غوښتې وې، برابر شوي دي.