Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل‌زاد: حکومت او طالبان دې سولې خبرو لپاره خپل استازي غوره کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرو ته خپل پلاوي غوره کړي.

ښاغلي خلیل‌‌زاد ویلي د دواړو لورو استازي باید «صلاحیت لرونکي» واوسي، نوموړي له افغان حکومت نه د داسې ټیم جوړولو غوښتنه کړې، چې صلاحیت ولري او ټول‌شموله وي.

نوموړي دا خبرې پرون دوشنبه(د تلې۱۶مه) کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه کې وکړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، له واشنګټن څخه ورسره راغلي پلاوي کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، سپینې ماڼۍ او یو شمېر امنیتي بنسټونو استازي شامل دي.

خلیل‌زاد وايي ورسره راغلی پلاوی صلاحیت لرونکی دی:«موږ کولی شو په هر چوکاټ کې د سولې خبرو کې حضور ولرو او اسانتیا رامنځته کړو.»

که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د سولې بهیر د افغانانو کورنۍ موضوع ده، خو افغانستان کې یې د جګړې پر پای ټینګار کړی دی.

که څه هم ښاغلي خلیل‌زاد ویلي، د افغانستان د سولې بهیر د افغانانو کورنۍ موضوع ده، خو افغانستان کې یې د جګړې پر پای ټینګار کړی دی

شریک یي کړئ