د اوتار سېنګ خالصه زوی نرېندر سېنګ خالصه، د ولسي جرګې ټاکنو ته د سکانو او هندوانو یوازینی نوماند، د دغې جرګې د نورو نوماندانو په توګه په دې ورځو کې په انتخاباتي سیالیو بوخت دی.
د هغه پلار اوتار سنګ خالصه چې د سکانو او هندوانو نوماند وه، سږکال اوړۍ د ننکرهار په جلال اباد ښار کې پر هندو مذهبو هېوادوالو د برید په ترڅ کې ووژل شو او ولسي جرګې ته نوماندي یې خپل زوی ته په میراث پرېښوده.
ولسي جرګې ته د سکانو او هندوانو نوماند نرېندر سنګ خالصه په دې اړه وايي:«په ما ویاړي چې ته یو افغان سک یې او ولسي جرګې ته د تګ لپاره دې جرأت کړی دی.»
هغه په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د هندوانو او سکانو یوازینی نوماند دی خو وايي، د سیال پرته هم هغه د ټاکنیزو مبارزو له ترسره کولو څخه لاس نه اخلي.
په تېرې یوې لسیزه کې د افغانستان هندوان او سکانو په مشرانو جرګه کې یوازې یو انتصابي سناتور درلود خو د ولسمشر د فرمان پر بنسټ په ولسي جرګه کې هم د دغو خلکو لپاره یوه څوکۍ په نظر کې نیول شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او منشي سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«د دوی لپاره ټول افغانستان یوه ټاکنیزه حوزه ده؛ خو هغه ځای ته د دوی پاڼې استول کېږي چې نوملیکنه یې کړې ده.»
د تلې په اته ویشتمه به د ځوان نریندرسېنګ پلویان له نورو هېوادوالو سره ګډ د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دې ټاکنو لپاره له یو زرو اته سوه ډېرو هندوانو او سېکانو نوملیکنه کړې ده.