د پیسو نړیوال صندوق افغان حکومت یې د مالي او اقتصادي نظام په برخه کې بریالی ارزولی دی.
د مالیې وزارت وایي چې د ملي عوایدو د زیاتېدو په ګډون شپږ مورده مالي او پولي اصلاحات، په بودیجه کې اصلاحات، د پړسوب مخنیوی او د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي د قانون پلي کېدل په هغو برخو کې شامل دي چې د پیسو د نړیوال صندوق د څلورم پړاو ارزونو کې بریالي ارزول شوي دي.
د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي په دې اړه وویل:«د دغې ارزونې له بشپړیتا سره چې څلورم ګام و. د نوموړي صندوق له خوا به افغانستان ته څه باندې ۶۲ مېلیارد افغانۍ راشي. او په افغانستان کې د دغو څلور ارزونو په لړ کې د افغانستان بودیجې ته ۲۴۸ مېلیون ډالره راغلي دي.»
اخوا د افغانستان بانک رییس هم په تېر یوه کال کې د هېواد د پیسو د نظام د پرمختګونو خبره کوي.
د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق څرګنده کړه:«د سیمهییزو هېوادوو د پیسو د ارزښت د پام وړ کموالي ته په پام سره، د افغانیو پیسو اسمي ارزښت د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې کابو ۹ سنله کموالی درلود چې د سیمو د هېوادونو په کچه تر ټولو کمه کچه ده.»
اخوا د مالیې وزارت سرپرست وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې په ګمرکونو کې د زیاتو سرغړونو مخه نیول شوې ده.
ښاغلی قیومي وايي:«په تېرو دوو میاشتو کې د هغو موټرو شمېر چې د تنفیظ ریاست درولي دي د تېرو ۱۶ کلونو په پرتله ډېر وو.»
بل پلو د مالیې وزارت سرپرست وايي چې په دولتي ادارو کې د معاش د ورکړې د تنظیم پروګرام پر یوې کړنلارې هم کار روان دی.