د پکتیا ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرو نشتون د دې لامل شوی ترڅو هغوی خپلې ښځينه روغانې د درملې لپاره ښار او یا هم نورو ګاونډیو ولایتونو ته ولېږدوي.
په دغه ولایت کې ښځينه ډاکټرې وايي چې د دولت مخالفو وسلهوالو ګواښ، د ناامنیو پراخوالی، سنتي چاپیریال او همدارنګه د کاري چاپيریال نامناسبوالی د دې لامل شوی ترڅو هغوی ونه کړای شي لیرې پرتو ولسوالیو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
یوه له دغو ډاکټرانو نظیفه عزیري په دې اړه وویل:«بنسټيزې ستونزې ناامنۍظ، کم معاش او همدارنګه د ډاکترانو لپاره نامناسب کاري چاپیریال.»
بل پلو، د پکتیا د ولایتي شورا هم په ولسوالیو کې د ښخینه ډاکټرانو نشتوالی د اندېښنې وړ بولي.
د پکتیا د ولایتي شورا اغړي محمد رحمان قادري په دې اړه وویل:«ستونزه دا ده چې لاره لیرې ده او کله چې ناروغان روغتون ته ځي ډېری یې په لاره له منځه ځي؛ له دې امله دا ستونزه باید جدي وګڼل شي.»
د پکتیا د عامې روغتیا رییس هم دا ستونزه جدي بولي.
د پکتیا د عامي ورغتیا رییس ولایت خان څرګنده کړه:«د دغه ولایت د ځاځیو په ګډون یوازې درې ولسوالیو کې ښځينه ډاکټران لرو خو په نورو برخو کې ښځينه ډاکټران نه لرو.»
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښي، چې یوازې په ګردیز ښار کې ۱۰ ښځينه ډاکټرانې په کار بوختې دي، خو د دغه ولایت په ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ډاکټره نشته.