له هغې وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د امریکا او طالبانو ترمنځ د کتنې زمینه برابره کړي، افغان حکومت د اسلام اباد د دغه کار ستاینه کوي او د پایلو په اړه یې هیلهمن ښکاري.
د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي کهچېرې دغه هېواد سبا طالبان له امریکايي چارواکو سره خبرو ته حاضر کړي، دا به د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان لومړنی عملي اقدام وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان له دې کاره هرکلی کوي او د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام اباد د همکاریو دوام غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«امریکا هم خپل فشارونه پرې راوړي تراوسه حداقل پایلو ته لاسرسۍ پیدا کړي. خو هیله لرو چې دا پایلې لویې شي.»
د ځینو رپوټونو پر بنسټ نن د افغانستان، پاکستان، عربستان او د عربي متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو په ابوظبۍ ښار کې د سولې په اړه خبرې اترې لرلې.
خو آیا په دې ناسته کې به د کوټې شورا غړي د امریکا له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې او که په قطر کې د طالبانو استازي؟
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائري څرګنده کړه:«په دغو خبرو کې چې د امریکا او طالبانو ترمنخ ترسره کېږي، د طالبانو استازي به له قطره دا خبرې اترې مدیریت کړي.»
خو طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینې د دې ناستې ترسره کېدو ته دومره هیلهمن نه ښکاري.
سیاسي فعال نظر محمد مطمئن وايي:«له خلیلزاد سره د طالبانو خبرې اترې باید په قطر کې ترسره شي او کهچېرې د پاکستان په ګډون کوم بل هېواد کې ترسره شي، زه فکر کوم چې مثبتې بایلې به ونه لري. ځکه چې د سولې بهیر به نور هم پېچلی کړي.»
د امریکا ولسمشر څو ورځې مخکې په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیره غوښتي وو چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
له دې مخکې د افغانستان او امریکا حکومتونو په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي، خو وبه لیدل شي چې د دوشنبې په ورځ به په پاکستان کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د جوړښت څرنګوالی د افغان حکومت او امریکا لپاره د منلو وړ وي که نه.