د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د کاسا زر پروژې کار تر اتو میاشتو وځنډېده.
په افغانستاان او پاکستان کې ګټې اخیستنې ته د کاسا زر پروژې د سپارل کېدو د مهالوېش له مخې دا پروژه باید د سږني زیږدیز کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو برېښنا شرکت وايي د دې پروژې په کار کې اته میاشتني ځنډ ته په پام سره؛ کېدای شي دا پروژه د روان زیږدیز کال تر پایه ګټې اخیستنې ته ونه سپارل شي.
د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب په دې اړه څرګنده کړه:«د کاسا زر پروژې تړون د تاجکستان او پاکستان پروژې پورې تړاو لري. د تاجکستان او پاکستان د سب سټېشن له تړون وروسته چې په سپټمبر میاشت کې لاسلیک شو، له هغه مهاله پر دغې پروژې اغېزې پیل شوې دي او په هغه کې اوه تر اتو میاشتو ځنډ راغلی دی.»
د کاسا زر پروژه چې له مخې به یې د تاجکستان او قرغزستان یو زر او ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته ورسول شي، په سیمه کې د برېښنا د ټرانزیټ تر ټولو لویه پروژه ده.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په سیمهییزو او د افغانستان لپاره عاید لرونکو پروژو کې ځنډ د نړۍ والې ټولنې د مرستو ورځ تر بلې کمېدو ته په پام سره د هېواد لپاره له زیانه ډک بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش په دې اړه وویل:«په داشان سترو پروژو کې حکومت ناکامېږي او اصلي زیان د افغانستان خلکو ته رسېږي.»
د کاسا زر پروژې په اډانه کې به د ۷۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره به د وارداتي برېښنا مزي د تاجکستان له سنګ توده سیمې د پاکستان نوشیر ته وغځول شي.
ګټې اخیستنې ته د دې پروژې له سپارل کېدو سره به پر برېښنا سربیره افغانستان په کال کې ۵۰ مېلیون ډالره د ټرانزیټ د حق په توګه تر لاسه کړي او د کارپوهانو په باور په دې پروژه کې د شاملو هېوادونو د اقتصادي ګټو پېلېدل، په اسیا کې د افغانستان د ټرانزیټي رول پیاوړتیا، په افغانستان کې د برېښنا د دغو مزو په اوږدو کې د ۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د ټولګټو پروژو پلي کېدل په هېواد کې د کاسا زر پروژې نورې ګټې دي.