په تخار ولایت کي د همصدا په نامه د یوې راډیو دوه کارکوونکي د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د راډیو دغه دوه کارکوونکي تېره ورځ وروسته له غرمې د رادیو په سټوډیو کې وژل شوي دي.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند، عبدالخلیل اسیر وايي پېژانده وسلوالو لومړی د همصدا راډیو دفتر ته ورغلي او د یادې راډيو پر دوو کارکوونکو يې ډزې کړې دي.
ښاغلی اسیر زیاتوي چې وسلهوالو کسان له پېښي وروسته په تېښته بریالي شوي.
د پېښې لامل نه دی څرګند.
د سیمې اوسېدونکي وايي دغه پېښه دوالي دفتر په څو سوه مټرۍ کې رامنځته شوې او رامنځته کېدل یې د امنیتي بنسټونو لپاره ننګونه بولي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا د روان زیږدیز کال د پیل راهیسې دوهمه پېښه چې د خبریالانو پر وړاندې کېږي، په جنوري میاشت کې فراه ولایت کې د «نشاط» په نامه د یوې راډیو کارکوونکی د طالبانو لخوا ووژل شو.