د ولسي جرګې نوي استازي هوډ لري چې د کابل استازو په نشتون کې سبا (شنبې د غوايي په ۲۱مه) د جرګې د رییس لپاره رای ګیري وکړي.
د ولسي جرګې د دارالانشا رییس وايي چې څه باندې لس تنو ځانونه د دغې جرګې ریاست ته نوماند کړي دي.
د ولسي جرګې دوهم منشي رحیم الله غالب په دې اړه وویل:«ټاکل شوې سبا د تېر اجنډا په بنسټ چې تېره شنبې تعیین شوې وه، د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.»
کابو دوې اوونۍ مخکې د ولسي جرګې اوولسمه دوره په دوه میاشتې ځنډ سره په داسې حال کې پرانیستل شوه، چې د کابل او ځينو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه وې.
د کابل ولایت یو شمېر معترض نوماندان په داسې حال کې چې د دې ولایت د ټاکنو په پایلو کې د روڼتیا په رامنځته کېدو ټینګار کوي، د ولسي جرګې د اوولسمې دورې له غړو غواړي د کابل ولایت د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان پورې د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخابات وځنډوي.
د کابل ولایت د ټاکنو معترض نوماند لطف الله قریشي وايي:«پارلمان د کابل وکیلانو له نشتونه پرته بشپړ نه دی. پرېږدې چې د کابل حوزې برخلیک روښانه شي.»
بلخوا یو شمېر حقوق پوهان د کابل او غزني له استازو پرته د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو ترسره کېدل ناقانونه بولي.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزهیي په ډاګه کړه:«د پارلمان د برحاله وکیلانو له حضور پرته کېدای شي نصاب بشپړ وي او ټاکنې ترسره شي، خو د ځينو هغو وکیلانو په نشتون کې چې وروستۍ پایلې یې اعلان شوي نه دي، زه فکر کوم چې له حقوقي پلوه ستونزه لري.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د کابل د کابو شل سلنه رایو د پاڼو د نشتوالي خبر ورکړ، خو اوس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي د کابل د ټاکنو ټولې پاڼې یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته سپارلې او ټاکل شوې ډېر ژر د کابل وروستۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ څرګنده کړه:«دوه ورځې کېږي چې موږ عملاً تطبیقات ترسره کوو او هڅه کو چې د کابل خلکو انتظار پای ته ورسېږي.»
د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې. خو دغه ټاکنې په غزني کې د ځينو لاملونو له امله ترسره نهشوې.
اوس د غزني ولایت پخواني استازي د ولسي جرګې په اولسمه دوره کې حضور لري. ټاکل شوې د رییس په ټاکنو کې هم دغه استازي رایه ورکړي، خو نهشي کولای ځانونه نوماند کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي ټاکل شوې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې له ولسمشرۍ او د ولایتي شوراګانو له ټاکنو سره یوځای چې ترسره شي.