ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټسال شل کلنو ملي لوبډله سبا (شنبې د چنګاښ په لومړۍ) د اسیا اتلولۍ سیالیو په پای لوبه کې د جاپان په وړاندې بخت وازمايي.
د هېواد د فوټسال شل کلنو ملي لوبډلې تېره شپه څلور د درې په وړاندې اندونیزیا ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د اسیا اتلولۍ سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې ده د دغو سیالیو پای لوبه سبا د افغانستان او جاپان ترمنځ د کابل په وقت د مازدیګر په شپږنیمو بجو د ایران تبریز ښار د پورشریفي په لوبغالي کې ترسره شي.