د حکومت د شمېرو له مخکې، په افغانستان کې د کال څه باندې ۲۰ زره تنه د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې له دې ډلې کابو ۱۵ زره تنه یې ژوند بایلي.
د حکومت چارواکو چې نن (یکشنبې د چنګاښ په ۹مه) کابل کې د سرطان ناروغۍ په اړه په یوه سمپوزیم کې ګډون کړی وو، وویل چې د ښځو په منځ کې تر ډېره سرطاني ناروغۍ د سینې سرطان وي.
په دغه جوړ شوي سمپوزیم کې ولسمشرۍ هم ګډون کړی او له سرطان سره د مبارزې پر څرنګوالي یې خبرې وکړې. او دا وضعیت یې یو ملي ناورین وباله او له دغې ناروغۍ سره د مبارزې پر هڅو یې ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړه:«دا یو ملي ناورین دی او د ملي ناورین، عامې روغتیا وزارت ماشین او امکانات نهلري؛ یوه ورځ یې ماته مراجعه ونه کړه چې له سرطان سره د مبارزې لپاره څه وکړو؛ دا د منلو نه ده. ما ته مراجعه وکړئ او له ما پوښتنه وکړئ.»
د امکاناتو نشتون، د معیاري درملځایونو او متخصصانو نه شتون هغه څه دي چې د روغتیا پالانو په خبره، د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې یې ستونزې جوړې کړي دي.
ولسمشر وايي، د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، داسې مهال چې بودیجه ورته نه وي، سخت کار دی.
د جمهوریت روغتون یوازې هغه دی چې د سرطان ناروغۍ د درملنې خدمات لري، خو د دې کال په لومړیو درې میاشتتو کې نږدې څلور زره کسان دې روغتون ته د درملنې لپاره ورغلي دي.