د اقتصاد وزیر وايي چې په کال کې د هېواد ملي بودیجې یو په دریېمه برخه په پوځي برخو او یوه برخه یې په بیارغونې او د زیربناوو په جوړښت کې لګول کېږي.
د اقتصاد وزیر مصطفي مستور له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په تېرو کلونو کې د هېواد د اقتصادي ودې د پڅوالي لامل؛ په هېواد کې ناامنۍ او اوږدې جګړې او دغه راز د نفوسو بې مخینې زیاتوالی بولي.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور څرګنده کړه:«کهچېرې د جګړې مسله نه وای، دا سرچینې چې په افغانستان کې یې لرو او هغه سرچینې چې زموږ لاس ته راغلې او مصرف مو کړې، د افغانستان حالت به په ځلونو ښه وای. په اوسني وخت کې زموږ د اقتصادي او نفوس ودې ترمنځ یو ډول توازن او نه انډوال شتون لري.»
د افغانستان د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه کابو ۳۹۹ مېلیارده افغانۍ ده چې له هغې ډلې ۲۷۵ مېلیارد ه یې عادي او ۱۲۴ ته یې پراختیايي ده.
بل پلو د اقتصادي چارو یو کارپوه وایي چې افغانستان اړتیا لري چې د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د خلکو د بنسټيزو اړتیاوو له مخې خپل پلانونه طرحه کړي.
په کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد حسیب الله موحد وویل:«باید غوره اقتصادي اسټراټېژۍ ولرو څو د افغانستان د اقتصاد بنسټ جوړ کړو. په دې صورت کې کولای شو چې د افغانستان د غوړېدو تمه ولرو.»
د لومړنیو شمېرو له مخې چې تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت او یو شمېر نورو بنسټونو له لوري خپرې شوي دي ؛ د ملي بودجې له لارې د هرسل میلیارده افغانۍ په لګولو سره یوسلنه اقتصادي وده برابریدلای شي ؛ خو د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په وینا دې ته په پام سره چې په تیرو اتلسو کلونو کې د بودجې جوړول او د هغې په اډانه کې د پېسو لګول کیدل معیاري نه وو د دولت لګښتونو د هېواد پر اقتصادي ودې ډیرې اغیزې نه لرلې .