د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي چې واشنګټن لا هم له طالبانو سره هوکړې ته لېواله دی.
هغه له «سي ان ان»شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړه چې امریکا به تر هغې مخته ولاړه نه شي څو طالبانو په یوې باالقوه هوکړه کې د خپلو ژمنو عملي کېدل ثابت نهکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«موږ لاهم «دا هوکړه»تر لاس لاندې لرو او لاهم ډېرې کارونه دي چې باید ترسره شي... خو په پای کې موږ باید عمل ووینو. نه ژمنې. موږ په دې لړ کې خپلو کارونو ته دوام ورکوو.»
پومپیو ټینګار کوي چې طالبانو څرګنده کړه چې د خپلو ژمنو د عملي کولو وړتیا او وس نهلري. د هغه په وینا کهچېرې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونهکړي، امریکا به پر دغې ډلې خپل فشارونه کم نهکړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه:«زه فکر کوم - لکهڅرنګه چې تاسې وینئ - کهچېرې طالبان سم چلند ونهکړي، او په «خپلو ژمنو» عمل ونه کړي، د امریکا ولسمشر به فشارونه کم نهکړي.»
پومپیو زیاتوي کهچېرې طالبان هغه مسایل چې له امریکا سره په وروستۍ هوکړې کې چې اوربند او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل په کې شاملېږي، عملي کړي نه دي، له دې ډلې سره به هېڅ هوکړه لاسلیک نه شي.
هغه وویل:«کهچېرې دا موردونه عملي نهشي، موږ به هېڅ معاملې ته چمتو نه شو.»
ډونلډ ټرمپ نن سهار اعلان وکړ چې طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د غوښتنو نه منلو له امله له دې ډلې سره د سولې خبرې اترې ودرولې.
خو طالبانو په یوې اعلامیه کې، وویل چې دغه ډله د سولې خبرو ته ژمنه ده، خو د هغوی اصلي غوښتنه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي چې د دغې موخې د پورته کېدو لپاره به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.