د تاوتریخوالي د زیاتولي او د دوحې په مذاکراتو کې د بندون په لړ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په افغانستان کې پر هر اړخیزه اوربند ټینګار کوي.
ښاغلي پامپیو دا څرګندونې تېره ورځ ماښام په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره کړې دي.
پومپیو ویلي دي چې دوحې ته یې د سفر موخه پایلې ته د سولې مذاکراتو رسېدو ته د دواړو لوریو د لید لوریو راغونډول دي.
دوحې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې څه باندې دوه میاشتې کېږي د دواړو لورو پلاوي نه دي توانېدلي د سولې د مذاکراتو په تړاو یوې پایلې ته ورسېږي.
له مرکچي پلاویو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیدو پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.
ورته مهال د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړي وايي چې له مایک پامپیو سره د لیدو پر مهال، د مذاکراتو په لړ کې د اوربند پر ټینګښت ټينګار کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وايي:«د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د پلاوي غړو د اندېښنو او د افغانستان د سولې له بهیره د امریکا ملاتړ چې یوه ګډه موخه ده، بحث وشو.»
خو طالبان وایي چې د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د طالبانو ډلې د مشرانو د نومونو پر لېرې کېدو، د پاتې بندیانو د خوشي کېدو او د دوحې د هوکړه لیک پر اهمیت بحث وشو.
خو په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست وايي چې د تاوتریخوالي د پاموړ کموالی د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې یوه برخه ده.
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن وویل:«موږ په ژروره توګه د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښمن یوو، د دغو تاوتریخوالو زیاتوالی له هغو اصولو سره سم نه دی چې د فبروزۍ میاشتې پر نهه ویشتمه مو پرې هوکړه کړې ده. دا څو ځلي ډېر روښانه او مستقیم طالبانو ته ویلي دي. هغوی د ملګرو ملتونو د سازمان؛ اروپايي ټولنې او یا د نړیوالې ټولنې د هېڅ غړي له لوري نیوکه نه خوښوي.»
خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه بولي:«د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې له مذاکراتو سره چې په دوحه کې مخته بیول کیږي؛ د منلو وړ نه دي.»
طالبانو ته نږدې سرچينې په دې باور دي چې د طالبانو د پاتې بندیانو له خوشي کېدو او د ملګرو ملتونو د سازمان له تور نوملړه د دې ډلې د مشرانو د نومونو له لېرې کېدو وروسته به د دې ډلې له لوري تاوتریخوالی کم شي.
د افغان حکومت سرچینې وایي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مسوول معصوم ستانکزی د دې پلاوي له یو شمېر غړو سره کابل ته راغلی دی او تر اوسه یې څو ځلي له ولسمشر غني سره کتلي دي.