افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر، راین کراکر ویلي د افغانستان له ګډونه پرته، طالبانو سره د واشنګټن خبرې لویه تېروتنه وه.
کراکر له فاکس نیوز سره په خبرو کې همداراز زیاته کړې چې د افغانستان له ګډونه پرته د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې د افغانستان حکومت غیرمشروع ښکاره کوي.
نومړي څرګنده کړې:«که موږ له طالبانو سره خبرې کوو او د افغانستان حکومت په کې ښکېل نه وي، د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي، هغه حکومت چې موږ کلونو د وینو او شتو په مرسته یې ملاتړ کړی دی.»
پخواني سفیر همداراز څرګنده کړې چې کابل باید د سولې په خبرو کې ښکېل وي.
هغه ویلي طالبان غواړي چې لا زیات ځواک ترلاسه کړي، خو امریکا باید دې ډلې ته د بریالیتون فکر ورنکړي.
کراکر همداراز زیاتوي، که طالبان معاملې ته چمتو نه دي، باید په تمه شو تر څو دې کار ته حاضر شي.
راین کراکر په ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۲ زیږدیز کاله پورې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه کار کړی دی.
دا پخوانی ډیپلوماټ ټینګار کوي چې طالبان په افغانستان کې هېڅ ولایت په واک کې نلري:«موږ باید په دې فکر کې ونه وسو چې د جګړې بایلونکي یوو او نه د افغانستان حکومت بایلونکی دی. افغانستان ۳۴ ولایتونه لري تاسې پوهېږئ څو ولایتونو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي، هېڅ یو یې.»
دی خبرداری ورکوي چې افغانستان باید هغو خلکو ته ونه سپارل شي چې امریکا ته د ناورین رامنځته کوي.
کراکر وړاندې وايي:«تاسې په یاد لرئ چې افغانستان د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی ناورین راکړ، موږ نه غواړو افغانستان بیا هغو کسانو ته وسپارو چې افغانستان ته ناورین راوړي.»
د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې لغو کړې.