روسیه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتو سره مخالفه ده، دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اډو جوړول له پوښتنو سره مخ کړي وو.
اوس داسې انګېرل کېږي چې د امریکا متحده ایالاتونو نوي ولسمشر، ډونالنډ ټرامپ واک ته راتلو سره د واشنګټن او مسکو اړیکې ښې شوې، له همدې امله روسیې ویلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د حالاتو په زیان بللي او زیاته کړې يې ده چې ښايي د نظام د پرځېدو لامل شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیرکابلوف وايی چې ډونالنډ ټرامپ تر اوسه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتو او یا پاتې کېدو په اړه له مسکو سره خبرې نه دي کړې.
دی زیاتوي، خو که کله هم له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ووسي، هرڅه به لهمنځه ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا ۹۸۰۰ سرتېري په افغانستان کې لري او دا ځواکونه د افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا دنده ترسره کوي.