د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار،د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۱۴ مه)د خپلو پلویانو د موټرو له کاروان سره چې د هغوی له ډېریو سره درنې وسلې هم وې له جلال اباد څخه کابل ته ورسېد او د کابل دارالامان سیمې خپل تمځای ته ولاړ.
په پلازمېنه کې د حکمتیار په سلګونو پلویانو د هغه هرکلی وکړ.
د ښاغلي حکمتیار ډېری پلویان په درنو لکه د اوږې د سر توغندیو(ار پي جي)پيکا او نور ډول وسلې یې له ځان سره لېږدولې.
ګلبدین حکمتیار په عمومي محضر کې له څرګندېدو ۶ ورځې وروسته کابل ته سفر وکړ.
ګلبدین حکمتیار او څو زره کسیز کاروان سره یې د وزیر محمد اکبر خان له سیمې تېر او دارالامان ته ولاړ.
د دارالامان ماڼۍ چې د مجاهدینو خپل منځيو جګړو ټپونه یې په زړه کې له ورایه ښکاري.