نن سهار کابو ۸:۳۰ دقیقې کابل کې د زنبق څلورلاره کې د جرمني سفارت ته نېږدې درنه چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې چاودېدونکې توکې په یوه ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو.
د وزیر اکبر خان روغتون چارواکي وايي چې په پېښه کې ۲ وژل شوي او ۹۰ ټپیان یوازې دې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې په سیمه کې لا هم د چاودنې له امله اور بل دی ، او د چول شوي ټانکر ټوټې کابو درې سوه مټره لیري غورځېدلې دي.
سیمې ته د افغان ځواکونه رسېدلي او سیمه کلابنده ده.
په سیمه کې د طلوعنیوز خبریال، شریف وايي چې ډېر شمېر ښځې او عام وګړي په سیمه کې دي او یو شمېر یې ټپيان دي، دی زیاتوي چې د ټپيانو ډېر شمېر د روشن کمپنۍ کارکوونکي دي.
دی زیاتوي، له پېښې یو ساعت وروسته لا هم په سیمه کې ژغورنګاډي د ټپيانو پر لېږد بوخت دي.
پېښه هغه مهال شوې چې په سیمه کې ګڼه ګوڼه زیاته وه.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي څرګندوي چې له دې پېښې تر اوسه ۶۰ تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د اوښتې مړینې په اړه کره شمېر نه دی څرګند.
امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د برید موخه تر اوسه نه ده څرګنده.