د هېواد اوسېدونکو نن(یکشنبې د چنګاښ۴مه) د کوچني اختر لومړۍ ورځ د اسلامي فرهنګ په تو ګه په امنه فضا ټول هېواد کې ولمانځله.
هېوادوال د اختر ورځ په هېواد کې د یووالي لپاره ښه موکه بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې خپل اختلافونه یوې خواته کړي او د ملي یووالي لپاره کار وکړي.
په همدې حال کې د کابل اوسېدونکو د اختر تر لمانځه وروسته ټول هېوادوال یووالي ته راوبلل.
د کابل اوسېدونکي، مولاداد ملکزاده وویل:«خدای دې یوه دایمي سوله هېواد کې راولي.»
د کابل بل اوسېدونکی، نعمتالله سرحدي زیاته کړه:«له تعصبونو لیري شو او له هر ډول تعصب څخه لیري کار وکړو د خپل هېواد راتلونکي لپاره.»
په همدې حال کې د جومات ملا امامانو د اختر لمانځه پرمهال خپلو ویناوو کې د جګړې پای او سولې او ټیکاو لپاره دعا وکړې.
د کابل وزیر محمد اکبر خان جومات امام، محمد ایاز نیازي وویل:«پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د افغنانستان ټول قومونه د یوه بند غړي دي؛ څوک نشي کولي چې دوی تجزیه کړي.»
د کابل اوسېدونکي وايي چې له جګړې ستري شوي او په هېواد کې درېدو غوښتنه کوي، خو ترڅنګ یې د افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګندوي.
د کابل اوسېدونکی، منیر نوري:«هیله ده چې د کوچني اختر پیل هېواد کې د جګړې پای وي.»