د افغانستان فوټبال ملي لوبډله تېره شپه د اردن پر واندې لوبه پیل کړه، خو په دې لوبه کې یې ۱ د ۴ پر وړاندې ماته وخوړه.
په دې لوبه کې یوازېنی ګول، زبید امیري د پنالټي له ټکي ترسره کړ.
افغان لوبغاړي له یوه امتیاز سره د نوملړ په پای کې پاتې شول.
افغان فوټبال ملي لوبډلې مخکې له دې د کمبودیا پر وړاندې هم ماته خوړلې وه او دا یې دوهمه ماته ده.
د کمبودیا او اردن پر وړاندې ماتې او له ویتنام سره مساوي لوبې ترسره کولو سره خپلې هیلې له لاسه ورکړل شوې ګوري.
په دې ډله کې اردن له څلورو امتیازو سره د نوملړ په سر کې دی، کمبودیا له درېیو سره په دوهم، ویتنام له دوو سره په درېیم او افغانستان له یوه امتیاز سره په څلورم ځای کې دی.