د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د شپږم پړاو سیالیو په درېیمه لوبه کې موج های امو ۱-۰ په پایلې سره عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه.د دې لوبې یوازینی ګول فرهاد واحدیار په ۴۹ دقیقه کې ترسره کړ.
لوبه د عقابان هندوکش لوبغاړو پيل کړه.
د لوبې پرمهال دواړو لوبډلو هڅه کوله چې د یو بل د دروازې په لور ګول ووهي خو په دې برخه کې یوه لوبډله هم په ګول وهلو بریالۍ نه شوه.
خو د لوبې په ۳۷ مه دقیقه کې د عقابان لوبډلې لوبغاړي زمري سالنګي ګول وواهه خو د لوبې څار له خوا دا ګول د دې له امله ونه منل شو چې د هغه په لاس لګېدلی وه.
نو له همدې امله د دواړو لوبډلو ترمنځ نمايي لوبه له ګول څخه پرته پای ته ورسېده.
دویمه نیمايي موجهای امو ښه پيل کړه او د لوبې په ۴۹ مه دقیقه کې د ۱۱ نمبر لوبغاړي فرهاد په واسطه يي ګول وواهه.
په وروستیو دقیقو کې که څه هم دواړو لوبډلو د ګول وهلو لپاره په ښو ځایونو کې موقعیتونه ترلاسه کړل خو په پایله کې توپ له دروازو تېر نه شو او دغې لوبه کې موجهای امو عقابان هندوکش لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.
د دغو لوبو په دوام سره به د چهار شنبې په ورځ سیمرغ البرز له اباسین څپې سره میدان ته ورودانګي.